Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عباس ستانکزی: ډېورنډ کرښه هېڅ کله په رسمیت نه پېژنو

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي چې افغانستان به هېڅ کله هم د ډېورنډ کرښه په رسمیت ونه پېژني. 

شېرمحمد عباس ستانکزي په لوګر ولایت کې د پخواني شوروي اتحاد وتلو ۳۵مې کلیزې په تړاو غونډې ته خبرو کې ویلي چې د افغانستان نیمه جغرافیه د ډېورنډ له فرضي کرښې هغې غاړې ته پرته ده او په خبره یې یاده کرښه د انګرېزانو له لوري پر افغانستان تپل شوې ده. 

ښاغلي ستانکزي دغه راز زیاته کړه چې پاکستان ته د تللو په موخه ویزه او پاسپورټ اخیستل هم د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د خپلو خبرو په دوام وویل: « نن نیم افغانستان جلا دی او ډېورنډ هغې لوري ته دی. په داسې حال کې چې موږ هېڅ کله د دېورنډ کرښه هېڅ کله په رسمیت نه ده پېژندلی او نه به یې وپېژنو. دا هغه فرضي کرښه ده چې انګریزانو د افغانانو پر زړونو تېره کړې ده. نن زموږ شرقي ګاونډي په ډېر ظالمانه توګه کډوال له هغه ځایه وباسي او ورته وایي چې خپل هېواد ته لاړ شي.»

د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی د چا نوم نه اخلي خو بهرنیان تورنوي چې د اسلامي امارت د کمزوري کولو هڅې یې پیل کړي دي. 

د ښاغلي ستانکزي په باور اوس مهال داسې کوم مخالف نشته چې د اسلامي امارت پر وړاندې و روزل شي.

شېر محمد عباس ستانکزي څرګنده کړه: «موږ دا ځل په هېڅ ډول اجازه نه ورکوو چې اسلامي امارت ته زیان ورسېږي هغه که کورنۍ ستونزې وي او که بهرنۍ، موږ داسې مخالفین نشته چې دوی وروزي او دغه نظام له منځه یوسي.»

عباس ستانکزي یو ځل بیا پر هغو غونډو نیوکه وکړه چې د تېر حکومت د چارواکو له لوري له اسلامي امارت سره په مخالفت کې جوړیږي او زیاته یې کړه چې د دغو څېرو مخالفتونه یواځې د لویدیځ د خوښۍ لپاره دي.

د سیاسي چارو شنونکي، فرهاد ابرار په دې اړه طلوع نیوز ته وویل: « د طالبانو سیاسي مخالفینو د سیاسي واک شریکول خپله اصلي انتخاب ګڼلې، هغه موضوع چې زما په باور نړۍوالې ټولنې په افغانستان کې د ټولګډونه دولت په چوکاټ کې مطرح کړې ده او کوښښ کوي څو طالبان په دغه برخه کې جوړ کړي.»

تر دې وړاندې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر، د ملي دفاع ، د کډوالو او راستنېدونکو چارو او سرحدونو او قومونو او قبایلو وزارتونو سرپرستانو هم د مخالفو څېرو پر غونډو او پر هغو هېوادونو چې د دغو غونډو کوربتوب کوي، نیوکې کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه