اندونیزیا کې پر یوې کلیسا د ځانمرګي برید پایله کې ۱۹ کسان ټپيان شول.
د اندونیزیا پولیس وايي برید تېره ورځ(یکشنبې د وري په ۸مه نېټه) د "ایستر" په نامه د مسیحیانو سپېڅلې اوونۍ پیل کې پر عبادتکوونکو شوی دی.
یاد هېواد کې د پولیسو یو مسوول، سیگیت پراباوو څرګندوي:«دغه برید د "اسلامي خلافت" په ملاتړ "جاما انشاروت داولاه" ډلې دوو غړو لخوا چې پر یوه موټرسایکل سپاره وو، ترسره شوی دی.»
د "جاما انشاروت داولاه" پر ډلې ۲۰۱۸ کال کې پر یوې کلیسا او د پولیسو پر یوې پوستې د برید تور هم دی. همداراز د یادې ډلې ۲۰ غړي جنوري میاشت کې په فلیپين کې پر یوې کلیسا د برید په تور چې په کې ۲۰ تنه وژل شوي وو، ونیول شول.
د اندونیزیا ولسمشر، جوکو ویدودو دغه هېواد کې وروستی برید، ترهګریزه کړنه بللې او خلک یې ارامتیا ته رابللي دي.
د اندونیزیا د کلیسا شورا رییس هم دغه برید محکوم کړی او هغه یې "ظالمانه" بللی.
د دغه هېواد د دیني چارو وزیر، چولیل قوماس ویلي چې دا ډول بریدونه د منلو نه دي:«دا ډول پېښه چې ترې یو کس نه بلکې ټول زیانمنیږي، د هېڅ مذهب لپاره د منلو نه ده.»
اندونیز په نړۍ کې داسې هېواد دی چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، خو په کې یو کوچنی اقلیت عیسویان او د نورو مذهبونو لارویان هم دي.