د هرات ولایت سیمهییز مسوولین وايي تېره شپه دغه ولایت کې د طالبانو بریدونو او نن سهار یوې چاودنه کې شپږو افغان سرتېرو ژوند بایللی.
د هرات والي، سید وحید قتالي څرګندوي چې طالبانو تېره شپه(چهارشنبه د وري په ۱۱مه نېټه) پر پښتون زرغون، اوبه او شینډنډ ولسوالیو بریدونه وکړل.
دی زیاتوي چې یادو ولسوالیو کې د طالبانو بریدونو پایله کې څلورو سرتېرو ژوند بایللی او یوشمېر ټپیان دي.
هغه همداراز طالبانو لومړۍ د شینډنډ ولسوالۍ ملي امنیت مدیریت باندې د موټربم برید کړی او وروسته له افغان ځواکونو سره نښتي دي.
دی وايي دغه برید کې څلورو سرتېرو ژند بایللی او یو شمېر ټپيان دي.
د هرات والي وايي نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي، خو کره شمېر یې نه دی.
ښاغلی قتالي وړاندې وايي پر پښتون زرغون او اوبې ولسوالۍ د طالبانو بریدونو پایله کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د هرات مرستیال والي، نوراحمد حیدري هم نن سهار هرات ښار کې د پولیسو پر پوستې له بریده خبر ورکوي.
دی وايي چې دغه برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
خو د هرات امبولانس مسوول، ابراهیم محمدي وايي له چاودنې دوه مړي او یو ټپي روغتون ته وروړل شوی دی.
د دغې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.