د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي چې نن سهار د ۲۰۹ شاهین قول اردو سر طبیب محمد صالح له خپل چلوونکي سره د مزارشریف په ښار کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې ووژل شو.
ښاغلي عادل زیاته کړه چې دغه پېښه نن سهار ۶:۳۰ دقیقې د مزارشریف ښار په فردوسي څلور لاره کې هغه مهال رامنځته شوه چې ناپېژانده وسله والو د ښاغلي صالح پر موټر ډزې وکړې.
د دغې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
بلخوا تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.