د کاپیسا امنیې قوماندانۍ کې یوې سرچینې د دې پخلی وکړ، چې د کاپیسا مرستیال والي عزیز الرحمان تواب، نن (جمعه د چنګاښ په ۲۵ مه) په نجراب ولسوالۍ کې، طالبانو سره نښته کې وژل شوی دی.
دا پېښه په افغانیه کلي کې شوې ده.
سرچینې دا هم وایي، چې د ولسي پاڅونوالو پینځه تنه په دې نښته کې ټپیان شوي دي.
دا وروسته له هغې، چې طالبانو د کاپیسا الهساي او تګاب ولسوالۍ نیولې دي او په افغانیه کلي، چې الهساي ولسوالۍ ته نږدې پروت دی، تل د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې وي.
په دې اړه مو اندونه