په تېرو ۲۰ ورځو کې د کابل په بازارونو کې د یوه کیلو غازو بیه ۲۰ افغانۍ ختلې، داسې بیه چې په تېرو شلو کلونو کې بېسارې وه.
کابل کې د سړک غاړې ته د توکو یو پلورونکی محمد خان وايي، چې د ده د ټولې ورځې ګټه ۱۵۰ افغانۍ ده او د توکو بیې خورا ختلې دي.
محمد خان وایي، چې د ټولو موادو او په ځانګړې توګه د لومړنیو موادو د بیو ختلو کې حکومت او طالبان دواړه پړه دي.
محمد خان ویلي: "د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه خلک بېوزله دي. افغانستان کې هېڅ ژوند نهشته. "
د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وایي، چې حکومت بازارونو کې پر بیو کنټرول نهلري، نو ځکه خو بیې تر بل هر وخت ختلې دي.
د کابل یوه اوسېدونکي قربان علي ویلي: "موږ له حکومت غوښتنه کوو، چې پر بازار دې څار وکړي. خلک خورا بېوزله شوي. هېڅ نه لري. ما تر اوسه هېڅ نه دي پلورلي."
کابل کې د غازو پلورونکي وایي، که څه هم د غازو د بیو د ختلو لامل لا نه دی معلوم، خو د غازو عمده پلورونکو د هر کیلو غازو بیه ۴۰ سلنه پورته کړې ده.
په همدې حال کې د مایع غازو ځینې پلورونکي وایي، د غازو د بیو د ختلو لاملونه ناامني او بازار ته د کمو غازو رسېدل دي.
محمد الله د کابل په تایمنیو کې غاز پلورونکی دی، هغه ویلي: " اوس مهال د یوه ټن مایع غازو بیه ۷۶۰ ډالره ده، وړاندې ۶۵۰ ډالره وه. "
کابل ځینې نانوایان وایي، که د غازو بیه راټیټه نهشي نو دوی به اړ شي، چې یا خپل نانویان وتړي او یا به هم په لرګیو ډوډۍ پخوي.
نعمت الله چې کابل کې د یوه نانوایي کارګر دی. هغه ویلي دي: "خلک به ستونزو سره مخامخ شي، نانوایانې به یا بندېږي او یا به هم په لرګو ډوډۍ پخوو. "
د چارواکو په وینا، په بندرونو او سرحدي سیمو کې د غازو بیه د کابل بازارونو پرتله سمه نیمایي زیاته ده.
د رسمي شمېرو پر بنسټ، افغانستان هر کال شاوخوا ۶۸۵ ټنه مایع غاز کاروي.