د هېواد ځینو سیمو کې جګړو او پر ځینو ولایتونو د طالبانو ولکې سره سم نن (پنجشنیه د زمري په ۲۱ مه) د پروان په بګرام کې د شمالي مشرانو یوه غونډه وکړه، چې پر اوسني وضعیت او طالبانو سره د مقابلې پر څرنګوالي خبرې وکړي.
د ولسي جرګې رییس مېر رحمان رحماني ویلي، د افغانستان وضعیت بحراني دی او له دې وضعیته د وتلو لپاره باید سیاستوال او خلک سره یو شي.
ښاغلي رحمان ویلي، چې د کابل د شمال او د شمالي ولایتونو خلکو غږ یو دی – ښاغلي رحماني زیاته کړې:"زموږ او ستاسې سیمو کې ستونزې نه وې، یو څه به تاسې ته واضح ووایم، چې حکومت کې ځینې ستونزې وې او سیاستوالو کې وې، زموږ سیاستوال راټول نه شول، نو سیاسي او ملي اجماع مو نه لرله/ نه لرو."
د ولسي جرګې رییس دا هم وویل، چې د پروان چارواکي او سیاسي او جهادي مشران به طالبان پرېنږدي چې پر دغه ولایت ولکه ټینګه کړې.
ښاغلي رحماني ویلي:"موږ پر هېچا حمله نه کوو. یوه ولایت ته هم نه ځو چې حمله وکړو، خو که چا پر موږ تعرض وکړ، نو دفاع کوو."
په دې غونډه کې د پروان والي فضلالدین عیار ویلي:"موږ به داسې نه کېنو چې اسمان راباندې راولوېږي، موږ باید تل تعرضي حالت ولرو او حرکت ولرو."
پروان د کابل شمال کې د بغلان ګاونډی ولایت دی. بغلان اوس د طالبانو په کنټرول کې دی.
د پروان ځینې اوسېدونکي وایي، که د طالبانو خلاف جدي اقدام و نه شي، پروان به هم طالبان خپل کنټرول کې کړي.
اوسمهال که څه هم د پروان مرکز د دولتي ځواکونو په کنټرول کې دی، خو د دې ولایت څو ولسوالۍ طالبانو سره دي.
په دې اړه مو اندونه