د اسوشیټډ پریس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو دوام سره، نن (دوشنبه د وږي په اتمه) سهار مهال کابل کې راکټونه لګېدلي.
عیني شاهدان وایي، چې راکټونه د سلیم کاروان په سیمه کې لګېدلي، چې ورپسې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي، خو نه ده معلومه چې راکټونه چا ورولي او ډزې چا کړي؟
یوه عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط اسوشیټډ پریس ته ویلي، چې د درېیو چاودنو غږ یې اورېدلی، چې کېدای شي، د راکټونو د لګېدلو به وو.
عیني شاهدانو ویلي، د راکټونو تر لګېدو وروسته خلک له سیمې وتښتېدل.
لا تراوسه د دې راکټونو لګېدو له کبله د احتمالي مرګژوبلې څه نه دي ویل شوي.
امریکایي چارواکو په دې هکله اوس لپاره له څه ویلو ډډه کړې.
له دې ټولو سره کابل کې د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر نه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.
بل خوا امریکایي چارواکو دا ویلي، چې پرون یې په کابل کې پر هغه موټر، د بېپیلوټه الوتکې هوایي برید کړی چې د داعش ډلې اړوند وو او غوښتل یې د هوایي ډګر مخې ته یې وچوي.
یوه افغان چارواکي بیا ویلي، چې په پروني برید کې درې تنه ماشومان وژل شوي.
امریکا تر سبا له افغانستانه خپله ټول ځواکونه باسي.
د تېرې اوونۍ پر پنجشنبه د کابل د هوايي ډګر مخې ته دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ تنه امریکایان ووژل شول او ۱۵۰ نه زیات ژوبل شوي.
په دې اړه مو اندونه