په بلخ کې زدهکوونکې ښوونځيو ته په بېرته تګ خوشاله دي او وایي، چې اوس لپاره یې د درس مخه کې خنډونه نهشته.
د مخکیني حکومت تر سقوط راوروسته په ځینو ولایتونو کې نجونې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځيو ته ځي، خو اوس په بلخ کې دا محدودیت نهشته او ټولې نجونې ښوونځي ته ځي.
د دولسم ټولګي یوې زدهکوونکې تمنا ویلي:"تر یوه ځایه باور جوړ شوی، زدهکوونکې ډېرې شوې دي او درسونه یې روان دي. نهشو ویلی چې هر څه عادي شوي خو په اوسني وضعیت راضي یوو."
د یوولسم ټولګي یوې زدهکوونکې فاطمې ویلي:"زموږ درسونه روان دي او امنیت ښه دی. استادان او اداره موږ سره همکاري کوي."
له دې سره په بلخ کې د پوهنې ریاست وایي، چې دغه ولایت کې د هلکانو او نجونو ۶ سوه ښوونځي فعال دي چې په دغو ښوونځیو کې له پینځو سوو زرو زیات زدهکوونکي شته چې ۵۰ سلنه یې نجونې دي او پر کورنیو غږ کوي چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي.
د مزارشریف ښار د پوهنې امر مولوي محمد نعیم بلخي ویلي:"له پلرونو او میندو غواړو چې خپل اولادونه ښوونځیو او مدرسو ته ولېږي، چې راتلونکی یې جوړ شي."
ځینې ښوونکې بیا خپلې تنخواوې غواړي.
یوې ښوونکې سهیلا وردګ ویلي:"څلور میاشتې وشوې چې معاشونه مو نهدي اخېستي."
په دې اړه مو اندونه