کابل کې د امن جام سیالیو په درېیمه ورځ، دوه لوبې ترسره شوې چې شاهین اسمايي لوبډلې د میوند اتلانو لوبډلې ته ۷-۱ ماتې ورکړه او د عقابان هندوکش او اباسین څپې لوبډلو لوبه مساوي کړه.
د شاهین اسمايي لوبډلې لپاره امان الله سرداري، مصطفی افشار او سمیر سمندري هر یوه، یو یو ګولونه او نعمان ولي د خپلې لوبډلې لپاره څلور ګولونه ترسره کړل.
حمیدالله کریمي هم د میوند اتلانو لپاره یوزاینی ګول ترسره کړ.
ورته مهال د اباسین څپې او عقابان هندوکش لوبډلو د یکشنبې په ورځ د دویم ځل لپاره سره لوبه وکړه چې دغه لوبه د۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.
ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ، د سیمرغ البرز او لوبډله د طوفان هریرود او شاهین اسمايي د عقابان هندوکش لوبډأې په وړاندې لوبه وکړي.
په دې اړه مو اندونه