د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، د اسلامي امارت د وزیرانو شورا د اقتصادي کمیسیون د پرېکړې پر بنسټ د بولۍ فعالیت یا «د نورو اسعارو پر وړاندې د هېواد د اسعارو د تبادلې بازار» تړل شوی دی.
د صرافانو اتحادیه وايي، د بولۍ بازار له څو ورځو راهیسې تړل شوی دی. د صرافانو د ټولنې په وینا، د بولۍ په بازار کې په لویه کچه پیسې تبادله کیږي او په دې بازار کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ټاکل کیږي.
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د ټولنې وياند عبدالرحمن زيرک وويل: "په بولۍ کې ستونزې وې، په بولۍ کې يو شمېر کسان شته، چې د خلکو ذهنونه خرابوي، ناسم راپورونه ورکوي او ناسم نرخونه خپروي."
په همدې حال کې د پیسو د تبادلې یو شمېر واړه صرافان وايي چې د بولی د بازار بندېدل به لسګونه کسان بې روزګاره کړي او د نورو اسعارو پر وړاندې د هېواد د اسعارو رښتینی نرخ به له زیاتو ننګونو سره مخ شي.
په شهزاده سرای کې د پیسو تبادله کوونکي فرید احمد وویل، "موږ نشو کولی خپلې پیسې په ډالرو یا کلدارو بدلې کړو په چایې خرڅې کړو، هیڅ بولی نشته."
د پیسو تبادله کوونکي سید هاشم وویل، "اسلامي امارت د اوس لپاره بولۍ بنده کړې ده، او ټول خلک په یوې ډوډۍ پسې ګرځي. "
تر دې مخکې په وروستیو میاشتو کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو د ارزښت له لوړېدو سره د شهزاده په سرای کې د بولۍ سوداګري بنده شوې وه، خو د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې د پیسو د تبادلې اجازه ورنه کړه. دا څرګنده نده چې ایا دا واړه صرافان به په نږدې راتلونکي کې د بیا فعالیت اجازه ولري.
په دې اړه مو اندونه