Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دفاع وزارت له خوا د یوې خرابې شوې هندي چورلکې بیارغول

دفاع وزارت یوې هندي چیټل ډوله چورلکه ترمیم او د الوتو لپاره یې چمتو کړې ده. دغه وزارت د یوې ویډیو له خپرولو سره، ټينګار کوي چې په خرابو شویو چورلکو د بیارغولو کار دوام لري. 

د دغې چورلکې د ترمیم چارو شاوخوا ۸ میاشتې وخت ونیو او اوس د هېواد هرې برخې ته د الوتنې جوګه شوې ده.

د هوايي ځواک پيلوټ دګروال محمد نعیم وايي:«دا چورلکه په بشپړه توګه له منځه تللې وه، د برېښنا سیسټم په بشپړه پرې شوی و او ډېره یې خرابه کړې وه.»               
ملي دفاع وزارت وايي، دغه بنسټ د تېر حکومت رانسکورېدو پر مهال ډېری خرابه شوې چورلکې بېرته فعاله کړې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وویل:«نن ۶۰ الوتکې لرو. تېره ورځ تاسې شاهد وئ چې یوه له هغو الوتکو چې ویجاړه شوې وه د کورنیو مسلکي او تخنیکي ځواکونو په هڅې بیا الوت ته چمتو شوې.»

له دې سره سم، د نظامي چارو ځینې شنونکي په هېواد کې په هر ډول شرایطو کې د هوايي ځواک فعالوالی مهم ګڼي.

د پوځي چارو شنوونکی ثمرسادات وویل:«هوايي ځواک د معاصر افغانستان یو اساسي برخه ده چې د هوايي ځواک څخه پرته په حقیقت کې نه شو کولای د خپله دفاعي دنده د بهرنیو لاسوهنو په وړاندې ادا کړو.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم نظامي تجهیزات ملي شتمنۍ ګڼي او د هغو پر سمې ساتنې ټينګار لري.

د کابل یو اوسېدونکی وايي:«دا یو ملي امانت دی او د افغانستان د ټولو خلکو ملکیت دی چې باید په سمه توګه وساتل شي.»

د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته تر ټولو ډېر زیان هوايي ځواک ته ورسېد.

د هېواد له ۱۶۴ فعالو څرخکو، څه باندې ۶۰ یې ځینو ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوي او ځينې نور یې بیا خرابه شوي دي.

سره له دې چې، ملي دفاع وزارت له تاجیکستان او ازبېکستانه غوښتي چې، د افغانستان څرخکې بېرته راولېږي؛ خو لا تر اوسه د هغو څرخکو برخلیک نه دی مشخص شوی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه