Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محمد یعقوب مجاهد: پاکستان دې دومره و کري چې و یې ریبلی شي

د ملي دفاع وزارت سرپرست، مولوي یعقوب مجاهد، د افغان کډوالو سره د پاکستاني لنډمهالي حکومت پر چلند نیوکې کوي او وایي چې، دغه پرېکړه یو طرفه ده او اسلام آباد باید د خپلو کړنو پر پایلو فکر وکړي.

ښاغلي مجاهد په یوه ویډیویي پیغام کې و ویل: « پاکستانې رژیم چې هر څه کوي، باید یې پر پایلو هم فکر وکړي، او دومره دې وکري چې بیا یې ویبلی شي.»

د دفاع وزارت سرپرست له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو له ځورولو او د دوی د مالي شتمنیو له ضبطولو لاس واخلي، ځکه دغه کارونه په هیڅ قانون کې نشته او اسلامي امارت د دغې مسلې څارنه کوي.

هغه څرګنده کړه چې، د افغان کډوالو سره، د راستنېدو پر مهال په لارو کې ظلم او  زیاتې روان دی او ژر تر ژره دې ودرول شي.

د اسلامي امارت دغه چارواکي پر نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او خېریه بنسټونو غږ وکړ چې له پاکستانه وغواړي تر څو د کډوالو سره روان چلند ته د پای ټکې کیږدي، ځکه دغه وضیعت به د افغانستان او پاکستان پر اړیکو هم اغیزې وکړي.

د ښاغلي مجاهد په باور، د پاکستان دغه پرېکړه یو طرفه او ظالمانه ده، چې د اسلامي امارت لپاره د  منلو وړ نه ده.

ورته مهال، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې، هیدر بار، هم پر خپله اکس ټولنیزه رسنۍ ویلي چې په ژمي کې د یو میلیون افغان کډوالو ایستل زیاتې دی او بشري ناورین رامنځ ته کولی شي.

د پاکستاني لنډمهالي حکومت له لوري د ټاکل شوې نېټې د پای ته رسېدو وروسته، هره ورځ سلګونه کډوال هېواد ته په جبري او دواطلبانه ډول راستیږي او د کډوالو دغه راستنېدو ډېر شمېر غبرګونونه هم راپارولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه