Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دفاع وزارت سرپرست بهرمېشتې څېرې هېواد کې د بلواګرۍ په هڅولو تورنې کړې

د ملي دفاع وزارت سرپرست ویلي، د هېواد دفاعي ځواکونه د تېر پرتله پیاوړي شوي او چاته به د افغانستان د بیا اشغال اجازه ور نه کړي.

محمد یعقوب مجاهد، د تېر حکومت له ټولو ځواکونو و غوښتل چې له امنیتي ځواکونو له لیکو سره یو ځای شي او ملاتړ یې وکړي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست، محمد یعقوب مجاهد و ویل: «زموږ د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو غېږ تاسو ته خلاصه ده، تاسو لپاره به دوی خطر نه وي بلکې ستاسو د امنیت په ساتلو کې به دی هڅې کوي.»

د ملی دفاع وزارت سرپرست د اسلامي امارت ځينې مخالفې څېرې په افغانستان کې بلواګرۍ ته پر لمن وهلو تورنې کړې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست، محمد یعقوب مجاهد و ویل: «هغه کسان چې د هېواد د امنیت د خرابۍ د پاره، یا په هېواد کې د اغتشاش د رامنځته کولو لپاره یوې او بلې خوا ته ډله ډله ګرځي او یوې او بلې خوا ته مېلمستیاوې کوي او پوچې وایي. ټولو ته مو دا پیغام دی چې د اسلامي مشرتابه محترم مقام تاسو ته د عفوې اعلان کړی دی.»

له دې سره سم، د رییس الوزرا اداري مرستیال، چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی، د عمومي بښنې یادونه کوي او ټینګار کوي چې د تعامل دروازه د ټولو لپاره پرانیستې ده.

د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي و ویل: «ټول په افغانستان کې اوسي، عمومي عفوه شوې او له هیچا سره موکار نشته. څوک چې له موږ سره جنګېدل بښلي مو دي، نن دې په هېواد کې په ازاده توګه ژوند کوي.»

تر دې مخکې، اسلامي امارت د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر څلور سوه زره تنه اعلان کړی و او زیاته کړې یې وه چې دغو ځواکونو ټولې مسلکي زده کړې ترلاسه کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه