په هرات کې پنځوو نجونو د جبري حجاب د اغوستو په غبرګون کې یو نندارتون جوړ کړی دی. دغو نجونو خپل اعتراض د انځورګرۍ، خطاطۍ او عکسونو په بڼه څرګند کړی دی.
دوی وایي، د جبري حجاب اغوستل له ټولنې د دوی د محدودېدو په مانا دی.
نقاشه فرشته نوري وايي: «افغان ښځې خپله جامه لري، داسې جامه نهده چې د حجاب له قانون او قاعدې وتلي وي، څه چې اوسني دولت ایښي په رښتیا د ښځو لپاره سخت دي.»
د دې نندارتون یوه موخه هم له هغو مېرمنو او نجونو ملاتړ دی چې په وروستیو میاشتو کې کار او ښوونځیو ته د نه پرېښودو له امله ناهیلې شوې دي.
نقاشه ارزو محمدي وايي: «زموږ هیلې باید له منځه لاړې نهشي. موږ ښځې کولای شو، یوه ورځ بېرته پر خپلو پښو ودرېږو.»
دې نندارتون ته یو شمېر ورغلې مېرمنې او نجونې له سرپرست حکومته غواړي، څو پر ښځو محدودیتونه کم کړي. دوی وایي محدودیتونو ترې د پرمختګ انګیزه اخیستې ده.
ننداره کوونکې فهیمه رضایي وايي: «پهدې نندارتون کې ډېر داسې هنرونه دي چې زموږ په سیمه او افغانستان کې پېښېږي.»
په ورته وخت کې د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مسوولان وایي، حجاب د مېرمنو او نجونو لپاره فرض دی او باید عملي یې کړي.
د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس مولوي عزیز الرحمن وايي: «دا څوارلس سوه کاله مخکې موږ ته خدای پاک امر کړی دی چې ای پیغمبره ته ښځو ووایه چې دوی دې خپلې سترګې ښکته کړي یانې نامحرمو انسانانو ته دې نهګوري او خپل پړوڼي دې پر خپلو سینو باندې ونیسي، دا د دې لپاره چې د دوی بدن څوک و نهویني. نو د ښځو لپاره حجاب د خدای پاک فریضه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د یوه فرمان له مخې په هېواد کې د حجاب اغوستل جبري کړي دي. له دې ډلې په ټلویزیونو کې پر ښځینه ویاندویانو د ماسک جبري کېدو په کور د ننه او بهر غبرګونونه را پارولي دي.
په دې اړه مو اندونه