یو شمېر ډاکټران او د روغتیا برخې مسوولان وايي، په هېواد کې د وینې سرطان په ناروغۍ د اخته ناروغانو د درملنې لپاره روغتیايي امکانات نهشته.
د دوی په وینا، د دې ناروغۍ د درملنې لپاره په هېواد کې تر دې مهاله هېڅ روغتیايي مرکز نهدی جوړ شوی.
یو ډاکټر احمد شکیب ظهیر وايي: «درملنه د وینې تطبیق، د فولیک اسید تطبیق او د وسپنې ضد عوامل وي، خو بنسټیزه درملنه یې د مغز له هډوکي سره تړلې ده چې له بده مرغه په هېواد کې دننه یې امکانات نهشته.»
عامې روغتیا وزارت د سرطان ناروغانو د شمېرو او د درملنې د څرنګوالي په اړه څه نهوای.
اووه کلنه طوبا چې په سرطان ناروغۍ اخته ده، انا یې وايي، کله چې هغه د څلورو میاشتو وه، ډاکټرانو یې ناروغي سرطان تشخیص کړې وه.
د طوبا انا دل جان وايي: «څلور میاشتنۍ وه چې وضعیت یې خراب شو، رنګ یې سپین شو، روغتون ته مو یوړه او وینه یې ورته معاینه کړه، ویل، تلاسیمیا ده او باید ورته وینه ورکړل شي چې ښه شي، له همغې ورځې ورته وینه ورکوو.»
د وینې پر سرطان اخته نارغان وایي، د دې ناروغۍ په درملنه کې له ستونزو سره مخ دي.
د ناروغ ماشوم پلار نورالدین وايي: «موږ د دې توانايي نه لرو چې د خپل ماشوم مصرف پوره کړو او څه ورته واخلو.»
د وینې سرطان ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره یوازېنۍ لاره د وینې تزریق بلل کېږي.
د وینې مرکزي بانک رییس محمد ناصر صادق وايي: «په ورځني ډول له ۴۰ تر ۶۰ په سرطان اخته ناروغان د وینې اخیستلو لپاره دې مرکز ته راځي چې په میاشت کې څه باندې ۸۰۰ کسان کېږي.»
بل خوا د وینې پر سرطان د اخته ناروغانو د شمېر له زیاتېدو سره-سره د هېواد روغتیايي بنسټونه وایي، پر دې ناروغۍ د اخته کسان ثبت شوې شمېر نهلري.
په دې اړه مو اندونه