په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما لس میاشتنی راپور د اسلامي امارت د یو شمیر چارواکو له غبرګون سره مخ شوی دی.
د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي، په پکتیا کې د یوې غونډې پر مهال امریکا، نړۍواله ټولنه او د بشري حقونو اړوند بنسټونه یې د افغانستان په چارو کې پر لاسوهنې تورن کړل.
نوموړی زیاتوي، نړۍواله ټولنه د بشري حقونو له نومه په ګټې اخیستنې سره پر دوی فشار راوړي او همداراز په ټينګار سره وايي، اسلامي امارت به هېڅکله هم د شریعت د احکامو په عملي کولو کې ټکنی نشي.
د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي وايي: «که نړیوال دا وايي چې موږ دا فشار واچوو، دوی به له خپل دریځه یو ګام شاته کېږي، په قسم سره تاسو ته وایم، که په یو رګ کې ساه وي، د اسلام له یو حکم نه هم نه تېرېږم.»
ښاغلی حنفي د اسلامي امارت له لوري د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په تړاو د یوناما راپور رد کړ او وايي: «دا راپور چې دوی نشر کړ، زه تاسو ته له دې ځای نه وایم چې دا راپور له الف نه تر یې پورې هېڅ حقیقت نهلري.»
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ټوله کې ښه شوی او جګړې، وژنې بندې شوې دي.»
له دې سره هممهاله د چارو ځینې شنونکي په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ راپورونه بې پرې او واقعي ګڼي.
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «موږ ښايي له منځپانګې سره بشپړ موافق و نه اوسو، خو د ملګرو ملتونو راپورونه په ټوله کې بېپرې وي، مهمه خبره دا ده چې یوازینی نړیوال شریک په افغانستان کې حکومت دی او دوی هڅه کوي چې د هېواد لپاره ښې لارې پرانیزي.»
د سیاسي مسایلو کارپوه غلام سخي احساني وايي: «د خوښۍ ځای دی چې دوی د بشري حقونو یو لړ شمېرې د یوې نړیوالې پېژندل شوې ادارې په توګه مستند او منعکس کړي.»
یوناما د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د ناقانونه وژنو، شکنجه کولو، په خپل سر نیونو، د نجونو او ښځو د حقونو، د هېوادوالو د بنسټیزو ازادیو او په بندیخانو کې د وضعیت په تړاو خپلې موندنې خپرې کړې او اسلامي امارت یې د بشري حقونو پر سرغړونو تورن کړ.
په دې اړه مو اندونه