Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: هغه څه چې یوناما د افغانستان په هکله ویلي «پروپاګند» دی

په تېرو درېیو میاشتو کې په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د یوناما د نوي راپور له خپرېدو وروسته، اوس د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې د دغه سازمان څېړنې له حقیقته لېرې دي.

د ښاغلي مجاهد په اند دغه بنسټ [یوناما] چې یوناما تل په هېواد مهم مسایل او حقایق نه‌دي څېړلي او تل یې عادي مسایل څېړلې دي.

ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«یوناما چې تل راپور خپور کړی، پروپاګند دی. هغوی د دې پر ځای چې د ستونزو حل ته متوجه وي، خپله دنده درک کړي، له ملګرو ملتونو سازمان او د دغه سازمان له دریځه ناوړه استفاده کړې او داسې څه خپروي چې د افغانستان له اوسني وضعیت سره اړخ نه‌لګوي.»

یوناما په هغه راپور کې چې تېره ورځ (دوشنبې) یې خپور کړی، په افغانستان کې په تېرو درېیو میاشتو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه، د تېر حکومت له چارواکو او د مخکنیو امنیتي ځواکونو له غړو سره ناسم چلند، له زندانیانو سره  ناسم چلند او د توقیف شرایط، بدني تنبیې او د مرګ سزا، د عاشورا پر لمانځلو محدودیتونه، خپل سرې نیونې او د بشري حقونو د فعالانو او رسنیزو کارکوونکو زنداني کول، هغه مسایل دي چې یوناما پرې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سیاسي چارو شنوونکي طارق فرهادي هم وویل:«په افغانستان کې د بشري حقونو په هکله د یوناما وروستۍ راپور ډېر مهم دی او هیله ده چې د چارو مسوولان دغه راپور نهې نه‌کړي او د ستونزو د حل په لټه کې وي.»

تر دې وړاندې د یوناما دفتر په یوه راپور کې ویلي و چې د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کې یې د ناقانونه وژنو او دغه راز د ربړونې، بد چلند، خپل سرو نیونو او لادرکه کولو ۸۰۰ قضیې ثبت کړي دي؛ خو اسلامي امارت دغه مسئله رد کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه