Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا په بندخونو کې د ربړونې په هکله د یوناما راپور رد کړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په خپل یوه تازه راپور کې د افغانستان په بندخونو کې پر ربړونې او د بشري حقونو پر نقض نیوکه کړې ده.

دغه بنسټ ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱مې پورې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو د نقض ۱۶۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ټرک په دې هکله ویلي:«د وهلو ټکولو، برېښنايي شاټونو، د اوبو اړوند شکنجې او د کسانو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې د ګواښونو ترڅنګ د ډېرو نورو ظالمانه او سپک چلند شخصي راپورونه ځورونکي دي. ربړونه په هر ډول حالت کې منعه شوې ده.»

په دې راپور کې په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د څېړنو په برخه کې د ظرفیت جوړونې لپاره د بندخونو د امنیتي مسوولینو پر مسلکي کېدو ټينګار شوی او له حاکمو چارواکو غوښتل شوي چې، په دې برخو کې ژر تر ژره اقدام وکړي.
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره رزا اوتونبایوا څرګندوي:«که څه هم د مشرتابه له خوا د لارښودونو په برخه کې ځینې هڅوونکې نښې شته او همدارنګه له یوناما سره د رغنده تعامل لپاره د ډېرو واکمنو چارواکو لېوالتیا ترسترګو کېږي او له زندانونو د لیدنې اجازه ورکول شوې، خو دغه مستند شوې قضیې د ټولو لخوا د بیړنیو او ګړندیو اقداماتو اړتیا په ګوته کوي.»

د بشري حقونو د چارو شنوونکی عبدالله احمدي وايي:«دغه بحث ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې بندیان مدافع وکیل ته لاسرسی ولري او همدارنګه له بندیانو سره د لیدو پر مهال نړۍوالو بنسټونو ته لکه سره صلیب او د بشري حقونو نورو بنسټونو ته د بندخونو د څارنې زمینه برابره شي.»

اسلامي امارت بیا دغه راپور بې بنسټه ګڼي او زیاتوي چې، په ټولو عدلي او قضايي بنسټونو کې د اشخاصو له شکنجې مخنیوی شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«د افغانستان په بندخونو کې هېڅ بندي نه ربړول کېږي او د ربړونې مخه په بشپړه توګه نیول شوې. په توقیف خونو، په استخباراتو کې د تحقیق په ځای کې، په حوزو کې او په محاکمو کې څوک نه شکنجه کېږي.»

تر دې مخکې د بشري حقونو یو شمېر نورو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر نقضېدو او په خپل سر پر نیونو نیوکې کړي؛ خو دغه ډول مسایل تل د اسلامي امارت له لوري رد شوي دي.

دغه بنسټ ویلي چې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو د نقض ۱۶۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه