د ریاست الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، په کابل کې د امریکا د بې پیلوټي الوتکې برید د ملي واکمنۍ نقض او د دوحې له هوکړې په څرګنده سرغړونه ده.
سپېنې ماڼۍ پرون ناوخته د القاعده شبکې پر مشر ایمن الظواهري د برید پلانولو د مهال تصویر خپور کړ او هغه یې تاریخي وباله.
د دغه هوایي برید له اعلان یوه ورځ وروسته د رییس والوزرا دویم مرستیال وایي، چې دغه برید د افغانستان د ملي واکمنۍ او د دوحې د هوکړه لیک پر خلاف دی.
د رییس الوزار دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وايي:«دا موضوع تراوسه موږ ته واضح نه ده، یوازې یو څه معلوم دي چې دلته هوايي برید شوی دی. او دا د نړۍوالو اصولو او د دوحې د هوکړه لیک په خلاف دی. د اسلامي امارت د پالیسۍ په هکله په ځلونو خلکو ته ویل شوي دي چې زموږ خاوره به د ګاونډیانو په ضد ونه کارول شي، او دا د اسلامي امارت پالیسي ده.»
د هېواد یو سیاستوال وایي، چې د کابل په زړه کې به د القاعدې د مشر وژل کېدل له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې پر اړیکو منفي اغېز وکړي.
د افغانستان د ملي پېوستون د نضهت مشر سید اسحاق ګیلاني وویل:«له دې سره څو څيزه کېږي د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل، اوس نو زر سلنه یقیني شوې چې څوک یې په رسمیت ونه پېژني، هغه پیسې چې امریکا یو اندازه نرمښت ښودلی و چې د افغانستان پیسې ورکړي، نو په پرېکنده توګه هغه نه ورکول کېږي.»
د دوحې د هوکړه لیک یو بند دا دی چې په افغانستان کې به د القاعدې په څېر ډلو ته پناه نه ورکول کېږي، له همدې امله واشنګټن هم کابل د دوحې د هوکړه لیک په نقض تورنوي.
له دغه برید وروسته کابل او واشنګټن یو بل د دغه هوکړه لیک پر نقض تورن کړي دي.
پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج وايي:«له دې وروسته دا ادعاګانې چې طالب چارواکي، د بهرنیو چارو وزیر چې په نړۍوالو غونډو کې کړې وې او یا کوي ټول به خپل اعتبار له لاسه ورکړي.»
د پوهنتون استاد نجیب الله جامع هم څرګندوي:«امریکا هڅه کوي چې د القاعده ډلې د حضور او د دوحې د هکړه لیک د نقض په پلمه پر افغانستان سیاسي فشارونه غواړي، له دې ډول پروپاګند سره غواړي خپلو موخو ته ورسېږي.»
د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د امریکا یوې بې پېلوټه الوتکې د کابل په شېر پور سیمه کې پر یوه کور برید وکړ. د امریکایي چارواکو په وینا، په دغه برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په نښه شوی او وژل شوی دی.
که څه هم کابل په افغانستان کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې برید غندلی دی، خو په دې تړاو یې نور جزیات نه دي ورکړي.
په دې اړه مو اندونه