Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا استازو جرګه؛ افغانستنان پر وړاندې یې د بایډن پر پالیسیو ناسته کړې

افغانستان لپاره د امریکا دوو ځانګړو استازو د دغه هېواد د استازو جرګو بهرنیو اړیکو کمیټې ته د افغانستان پر وړاندې د ولسمشر جو بایډن تګلارو په اړه مالومات ورکړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ ویلي چې د القاعده له لوري د افغانستان او پاکستان له خاورې امریکا ته د ګواښ وړتیا ډېره کمه ده.

هغه د خپلو خبرو په دوام ویلي چې امریکا په افغانستان کې د "داعش" پر فعالیت اندېښمنه ده او د دوی پر فعالیت څار لري.

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ و ویل: « د القاعدې ډلې لږه وړتیا په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د امریکا شلې کلنې مبارزه پایله ده. د طالبانو لخوا په کابل کې د القاعدې ډلې ایمن الظواهري ته پناه ورکول په امنیتي برخه کې د دوی د ژمنو ښکاره سرغړونه ده. له هغې وروسته، امریکا دا څاري چې طالبانو د القاعده پر وړاندې د کړنو هڅې پیل کړي دي.»

د افغانستان بشري حقونو او ښځو برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري همدې ناستې ته په خپلو خبرې کې  افغانستان کې د ښځو او نجونو پر روان وضعیت اندښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په وروستیو دوو کلونو کې د هغوی حقونه لا پسې بد حالت ته تللي دي.

د افغانستان بشري حقونو او ښځو برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري و ویل: « افغانستان کې د تېر حکومت چارواکي، امنیتي ځواکونو غړي او له اوسني دولت سره پر مخالفت تورن له ستر خطر سره مخ دي. په افغانستان کې هر څوک چې د طالبانو له تګلارو سره مخالفت وکړي له ګواښ سره مخ کیږي. د رسنیو ازادي هم محدوده شوې ده.»

رینا امیري زیاته کړې، هېواد یې تر هغې له اسلامي امارت سره اړیکې نه نرموي تر هغې چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه نه وي خوندي شوي.

اغلې امیري ویلي چې دا پریکړه یې له خپلو متحدینو سره په همغږۍ کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر په دغه ناسته کې د اسلامي امارت پر وړاندې د جو بایډن د تګلار بدلولو په اړه ویلي چې د طالبانو کړنو دا باور ناسم ثابت کړی دی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کال و ویل: « د افغانستان وضعیت ورځ په ورځ د خرابېدو په حال کې دی. داسې ښکاري چې د بایډن اداره په دې باور ته چې له طالبانو سره ملګرتیا به د هغوی پر کړنو اغیز وکړي خو د طالبانو کړنې دا باور ناسم ثابت کړی دی.»

اسلامي امارت بیا د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري او دوی پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: « د توماس وېسټ څرګندونو په غبرګون کې باید ووایم چې اسلامي امارت ټولو ستونزو ته متوجه دی او هغه ګواښونه چې د داعش له اړخه رامنځته شوي وو اوس صفر ته راښکته شوي دي. وروستۍ څو پېښې  د ځینو وړو ډلولخوا کیږي او هغوی د دې وړتیا نه لري چې د ولسي وګړو سیمو ته ګواښ پېښ کړي.»

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې د څو پېښو عاملین یې نیولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه