Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا په کابل کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو موضوع یو ځل بیا "ادعا" وبلله

د اسلامي امارت ویاند وايي، په کابل کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو موضوع تر اوسه هم د ادعا په حد کې ده او په‌دې اړه څېړنې نه‌دي بشپړې شوي.

د اسلامی امارت وياند، په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، په هغه کور کې چې امريکا پرې هوايي بريد کړی، هېڅ جسد نه‌دی موندل شوی.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: «دا اوس هم د ادعا په حد کې پاتې، تحقیقات روان دي، نتیجه تر اوسه نه‌ده څرګنده شوې، هلته جسد هم نه‌دی تر لاسه شوی، ځکه هغه ځای کې کوم توغندي چې لګېدلي او کوم شی یې هدف راوستی، هغه هدف ټول له منځه تللی؛ نو کوم شای لاس ته نه‌دي راغلي.»

ذبیح الله مجاهد همدا راز د افغانستان په هوايی حريم کې د امريکا د بې‌پيلوټه الوتکو ګرځېدل مني او دا کار د افغانستان د هوايی حريم نقض بولي.

د اسلامي امارت وياند له امريکا غواړي چې خپلې اندېښنې دې په افغانستان کې له لاسوهنې پرته، له اسلامي امارت سره شريکې کړي.

ښاغلی مجاهد وايي: «د بې‌پیلوټه الوتکو ګرځېدل چې کله-کله کېږي، دقیقه دا ده چې دا امریکايي الوتکې دي، لا هم زموږ پر فضا باندې ګرځي، دا موضوعات په لوړه سطحه باندې له امریکایانو سره تر بحث لاندې نیول شوي، دوی سره د لېدو کتو په ترڅ کې هم او انتقادونه هم شوي، موږ د دوی دا کار تجاوز بولو، دوی لا هم تجاور ته دوام ورکوي او زموږ پر فضاء باندې دوی تېری کوي.»

د سياسي چارو کارپوهان هم په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سياسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «پایلې ښايي هېڅ وخت ښکاره‌ نه‌شي، که د نورو موضوعاتو په اړه د دواړو هېوادونو تر منځ پرې هوکړه وشي، دا موضوع ښايي بېخي هېره شي.»

ښاغلی مجاهد د اوسنۍ سرپرستې کابيني د رسمي کېدو خبره هم کوي او وايي چې په لازم وخت کې به په دې اړه هم تصميم ونيول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه