د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان وايي، دا وزارت د یوولس مېلیارډ افغانیو په ارزښت له ۳۰۰ ډېرو پروژو کار پیلوي.
د دې وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر وایي، د اوبو د انرژۍ تولید، لمریزې، ګازي او له ډبرو سکرو ګټنې په اړه یې له پنځو هېوادونو سره خبرې کړي او هوکړې ته رسېدلي دي.
دمګړۍ څه باندې ۱۳۰ پروژې تر لاس لاندې لري او پهدې پروژو کې به خصوصي سکټور پانګونې وکړي.
ښاغلی عمر زیاتوي: «د اوبو سکټور د سټراټیژیکو موخو سره سم د هېواد په کچه د متوازنې ودې په پام کې نیولو سره د ۱۴۰۱ کال لپاره د ۱۱٫۳ مېلیارډه افغانیو په مجموعي لګښت سره ۳۳۴ پروژو د پلان چمتو کول دي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال وايي، دغه بنسټ هڅه کوي چې په افغانستان کې د نیمګړو پروژو تمویلوونکو ته د خپلو پروژو د بشپړولو په تړاو قناعت ورکړي.
ښاغلي عمر پهدې اړه زیاته کړه: «د بېړنیو مرستو د جلبولو په موخه، د اوبو سکټور د ۲۰۰۰ پروژو ارقامو او مالوماتو راټولول دي. د هغو توحید دی او همدارانګه له اړونده تمویلوونکو مراجعو سره شریکول دي.»
ورته مهال د اقتصادي چارو ځینې شنونکي پهدې باور دي چې د نیمګړو پروژو د کار په بیا پیل سره به خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د مالي او بانکوالۍ مسایلو کارپوه سیر قریشي وايي: «د دې پروژو په پیل سره، خصوصي شرکتونه کولای شي یو ځل بیا خلک وګماري او خپل سوداګریز او اقتصادي فعالیتونه پیل کړي چې دا د کارموندنې او د بېوزلۍ په کمولو مستقیم او مثبت اغېز لري.»
له بل لوري د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، دې وزارت پنځه شبکې جوړې کړي، څو د هلمند، هرات، بلخ، نیمروز او ننګرهار تر ځمکې لاندې اوبه اداره کړي. په ورته وخت کې دې وزارت کابل ته د پنجشېر د اوبو د لېږدولو او همداراز د شاه و عروس او باغدرې بندونو چارې هم پیل کړې دي.
په دې اړه مو اندونه