Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه: ۷۹ سلنې افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د اوبو له نړیوالې ورځې سره هم مهاله د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام وایي چې ۷۹ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د اوبو نړۍواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې، افغانستان سره له دې چې، د اوبو ګڼې سرچینې لري؛ خو لا هم پکې د اوبو د کمښت او په ځانګړې توګه د څښاک د پاکو اوبو ستونزې پر خپل ځای دي.

د اوبو د مدیریتي چارو کارپوه، نجیب الله سدید و ویل: په افغانستان کې د دغه هېواد د ټولو اوبو ۳۰ سلنه یې کارول کیږي، نورې ۷۰ سلنې یې له کارول کېدو پرته له هېواده ووځي. اصلي دلیل یې د زیربناو نشتوالی، د اوبو زېرمه او د اوبو حوزې نشتوالی دی.

د اوبو د مدیریتي چارو یو بل کارپوه، حمیدالله یلاني هم و ویل: د افغانستان دننه چې کومې اوبه دي او کومې اوبه چې له افغانستان وځي، باید طرحه ورته جوړه شي چې څه ډول مدیریت شي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په خپل یوه تازه راپور کې په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې د اوبو د کمښت مساله ارزولې او ویلي یې دي چې، د دغه هېواد ۷۹ سلنه خلک په کافي اندازه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د اوبو د کمښت لاملونه هم په ډاګه شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې: "شدیدو وچکالیو، اقتصادي بې ثباتیو او اوږد مهاله جګړو د دغه هېواد د اوبو بېخ بناوې مختل کړي دي. دغه وضعیت  اقلیمي بدلون لاپسې خراب کړی دی."

په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په روان هجري- لمریز کال کې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو د مدیریت په برخو کې ۳۰۰ پروژې عملي شي.

د سرچینې په وینا، د پاشدان، کمال خان، توری، بخش آباد او شاه و عروس بندونو په ګډون پر ځينو لویو اوبه ییزو پروژو هم کار روان دی.

د نیمروز د کمال خان بند، ۹۸ سلنه یې چارې بشپړې شوي او په روان هجري- لمریز کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل د شاه و عروس بند، ۷۹ سلنه چارې یې عملي شوي او پر پاور هوز یې کار روان دی او په روان هجري- لمریز کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د فراه د بخش آباد بند، د لومړي فاز چارې به یې د روان کال په ترڅ کې بشپړې شي او دمګړۍ د دغه بند د تونلونو د پاکولو چارې روانې دي.
د هرات د پاشدان بند، ۷۵ سلنه کارونه یې پر مخ تللي او تر اوسه پر دغه بند ۹۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د روان هجري- لمریز کال په ترڅ کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د زابل توری بند، د بیارغونې ۹۰ سلنه چارې یې بشپړې شوي او په روان هجري- لمریز کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد طلوع نیوز ته و ویل: د اوبو د مدیریت په برخه کې د اوبو او انرژۍ وزارت پر شپږو سترو پروژو کار کوي، د بیلګې په توګه د بخش اباد بند، پاشدان بند، توری بند او داسې نور بندونه او همدا راز له شتو بندونو د ګټې اخیستنې په موخه، د اوبو او انرژۍ وزارت په ۱۸ بندونو باندې د حفظ او مراقبت پروژې پلې کړي چې یو شمېر یې ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د ۵شنبې په ورځ د کابل په یولسو ولسوالیو کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱ چکدمونو له جوړېدو خبر ورکړی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور و ویل: ګټه همدا ده چې دغه اوبه ذخیره کوي، او بیا هغه چینې او کاریزونه چې مخکې ورته اشاره وشوه چې پخوا دلته ډيرې اوبه وې، هغوی کې هم تحرک راتللی شي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په خپل راپور کې زیاته کړې چې، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې ۶۸ سلنه کورنۍ وچکالیو او همداراز ۱۶ سلنه نورې کورنۍ سېلابونو ځپلي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې شدیدو وچکالیو، اقتصادي بې ثباتیو او اوږد مهاله جګړو د دغه هېواد د اوبو بېخ بناوې مختل کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه