Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: د هېواد څه باندې نیم وګړي د څښاک پاکې اوبه نه لري

د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي د اقلیمي بدلون له امله په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دی.

دغې ادارې د  لوړو زده کړو له وزارت سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، په هېواد کې د جګړې او څو کلنې وچکالۍ له امله چې اقلیمي بدلون یې رامنځته کړی اوس خلک په سخته د څښاک پاکې اوبه پیدا کوي.

د دغې ادارې مرستیال زیاته کړې، طبیعي کنګلونه زیانمن شوي او د ځنګلونو له درې سلنې ځمکې، یو نیم سلنه یې له منځه تللې ده.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې اداري او مالي مرستیال عبدالسلام حقاني و ویل: « ۲۱ میلیونه خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي چې د افغانستان نیمایي نفوس کیږي، دا خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ نه لري، اوروښتونه ۳۷ سلنه کم شوي دي.»

له دې سره سم، د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د اقلیم بدلون رییس وايي، په ۲۰۲۰ کال کې اټکل شوی چې د اقلیم بدلون له امله د رامنځته شویو ستونزو د حل لپاره ۲۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د اقلیم بدلون رییس روح الله امین و ویل: « افغانستان کې له اقلیمي بدلونونو له اغیزو سره د مبارزې برخه ۲۰ میلیارده ډالر ارزول شوې ده چې ۱۲ میلیارده ډالر یې له اقلیمي بدلون سره د جوړجاړي او پاتې اونیم میلیارده ډالر یې د خپرېدو کمولو برخې ته ځانګړې دي.»

بل لور ته د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال هم چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی، په راتلونکو څو ورځو کې په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون تر سرلیک لاندې د نړۍوال کنفرانس له جوړېدو خبر ورکوي.

هغه ټینګار کوي چې په دغه کنفرانس کې به د کورنیو استادانو ترڅنګ د نږدې او لرې ۸ هېوادونو پوهنتون استادان او متخصصین هم ګډون وکړي او د اقلیمي بدلون د زیانونو د مخنیوي اړوند به د عامه پوهاوي مقالې شریکې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه و ویل: « هغه ټول بعدونه او برخې چې له اقلیمي بدلون څخه اغیزمن دي باید په علمي لحاظ ثابت شي.»

د ننګرهار پوهنتون د څېړنیزې او علمي مجلې مرستیال کفایت الله کاکړ و ویل: « کوم شرایط چې موږ ورته ټاکلي وو د هغې له مخې ۱۴۰ مقالې منل شوي چې ۲۰ یې بهرنۍ دي چې له اتو هېوادونو دي.»

د ننګرهار پوهنتون مسوولین وايي، دغه غونډه به درې ورځې دوام وکړي چې مېلمانه به پکې په  انلاین او حضوري بڼه برخه ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه