د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د شمتنیو پر کنګل پاتې کېدو له نیوکې سره وایي، چې په دې هکله د امریکا پرېکړه په افغانستان کې د اقتصادي نظام د پرځېدو لامل شوې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې د امریکا له خوا په افغانستان کې د شاوخوا شلو کلونو اجباري بدلون په یاد هېواد کې بشري ناورین لا پسې خراب کړ.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان د شتمنیو د ازادولو په تړاو د نړۍ د ۷۱ اقتصاد پوهانو د لیک په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د امریکا له لوري د افغانستان د ۷ مېلیارد ډالرو شتمنۍ په کنګلولو سره د افغانستان اقتصاد کمزوری شوی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ یي وویل:«امریکا پرېکړه کړې چې، په خپل سر او ناعادلانه توګه دغه پیسې دوه نیمه کړي او د افغانستان اقتصاد کمزوری کړي».
اقتصاد وزارت وايي، د افغانستان د شتمنیو د ازادولو لپاره هڅې روانې دي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«د امریکا له خوا د افغانستان د خلکو د شتمنیو کنګلېدل له نړۍوالو حقونو سره په ټکر کې دي. د افغانستان د خلکو د شتمنیو د ازادولو لپاره ډپيلماټيکې هڅې روانې دي.»
د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي پر دې باور دي چې، د افغانستان شتمنۍ د افغانۍ د ثبات او ارزښت ساتنې لپاره ډېرې مهمې دي.
د اقتصادي چارو کارپوه روح الله احمدزي څرګنده کړه:«دا پیسې د استفادې لپاره... د اقتصادي ثبات لپاره نه دي په حقیقت کې دغه ثبات د افغانستان پولي نظام تامین وي.»
د مالي او بانکوالۍ کارپوه سیر قریشي وویل:«د افغانستان اوسنی بد وضعیت نه یوازې د افغانستان د شتمنیو د کنګلېدو له امله دی، بلکې د کووېډ نولس له تېرېدو، وچکالي، د جمهویت نظام پرځېدو او د مېلیونو ډالرو مرستو درېدو له امله دي.»
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو سره سم، امریکا او نړۍوالې ټولنې د افغانستان څه باندې ۹ مېلیارد ډالره شتمني کنګل کړه.
په دې اړه مو اندونه