په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د "افغانستان په هوايي حریم کې د الوتکو د لارښوونو د خدمتونو وړاندې کولو" تړون د کابل او ابوظبۍ تر منځ د اړیکو په ښه کولو کې مهم ګڼي.
د دې شورا غړي پهدې اند دي چې له دې تړون سره به د هوايي چلند ستر شرکتونه افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.
بل لور ته یو شمېر سوداګر وايي، چې نوی تړون به په هېواد کې د سوداګرۍ د ودې لپاره زمینه برابره کړي.
د دې شورا رییس په دې باور دی،چې له دغه تړون سره به سوداګرو ته د متحده عربي امارتو د وېزې د ورکړې ستونزه حل شي.
په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخیل وايي: «له دې تړون سره به افغانستان ته نړیوالې الوتنې پیل شي او له دې سره به له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان اړیکې نورې هم ښې شي.»
د دې شورا شمېرې ښيي چې په عربي متحده اماراتو کې د سوداګرو په ګډون درې سوه زره افغانان ژوند کوي او دغه نوی تړون به د هغوی پر تګ راتګ مثبت اغېز وکړي.
سوداګر جمال ناصر عبادي وايي: «دا تړون نږدې ۴۰۰ مېلیونه ډالره دی چې زموږ ځوانانو ته به ورسره هم کار پیدا شي او تخنیکي او مسلکي کسانو ته به هم د کار زمینه برابره شي او له دې تړون سره به د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ راکړه ورکړه هم ډېره شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په فضا کې د الوتکو د لارښوونې تړون د متحده عربي اماراتو له ګاک شرکت سره لاسلیک شو.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا وايي: «د افغانستان ټوله ګټه مو تحلیل او ارزولې ده او ګاک کمپنۍ چې موږ ته کوم شرایط وړاندیز کړي، د افغانستان غوره ګټې ټینګوي او د کار کیفیت تضمین هم تامینوي.»
خو د نړۍوالو چارو یو شنونکی په دې باور دی چې له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو ښه والی د دغو غوښتنو پوره کولو ته اړتیا لري.
د نړۍوالو چارو شنونکی مهدي افضلي وايي: «اصلي عنصر د افغان ښځو او نجونو زدهکړې دي، درېیم د له ترهګرۍ سره د اړیکو پرې کول دي او څلورم عنصر له نړۍ سره خبرو ته تن ورکول دي.»
د افغانستان په فضا کې د الوتکو د لارښوونې د خدمتونو لس کلن تړون د متحده عربي اماراتو له ګاک شرکت سره لاسلیک شوی دی او دغه شرکت به د هوایي ډګر د کارکوونکو د ظرفیتونو پر لوړاوي سربېره د الوتکو د لارښوونې لپاره اړین تجهیزات هم وپېري.
په دې اړه مو اندونه