د ترکيې "ایاچاچ" خیریه بنسټ په کابل کې له زرو ډېرو بېوزلو او بېسرپرسته کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د دې بنسټ مسوولانو وايي، دا مرستې د ترکيې د خلکو او سوداګرو لهخوا په افغانستان کې بېوزلو ته راټولې شوي او دې بنسټ تر دې دمه په ټول افغانستان کې له پنځه زرو کورنیو مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د «اېاچاچ» بنسټ مسوول مجاهد کلیچ وايي: «له مرستو زموږ موخه پر خپلو پښو د افغانانو درېدل دي. د افغانستان اقتصاد اوویا سلنه پر کرنه ولاړ دی او موږ تر ټولو ډېر کار پهدې برخه کې کوو په ځانګړې توګه د ښځو او یتیمانو لپاره.»
د یوه خیریه بنسټ رییس مجیبالرحمان محمودي وايي: «هغو خلکو ته دې لومړیتوب ورکړل شي چې مستحق وي او له خیرینه بنسټونو دویمه غوښتنه دا ده، له هغو کسانو سره چې مرسته کېږي، هویت یې باید څرګند نهشي.»
له دې سره هممهاله، یو شمېر بېسرپرسته کورنۍ د ترکیې له دې مرستې هرکلی کوي او وايي چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.
پنځه څلویښت کلنه ګلناره وایي، یو کال وړاندې یې مېړه او دوه زامن د کابل ښار په ده افغانانو کې په یوه چاودنه کې ووژل شول او له اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
ګلناره وايي: «یو زوی او یو لور مې مور سره بدخشان ته ولېږل، ومې ویل زه یې نه شم ساتلی، زه معلوله یم، نه پورته کېدای او نه کېناستی شم.»
بل خوا د ګلنارې په څېر ځينې نورې کورنۍ هم له بېوزلۍ او بېروزګارۍ ځورېږي او له مرستندویو بنسټونو او اسلامي امارته غواړي چې مرسته ورسره وکړي.
بېسرپرسته مېرمن نبیلا وايي: «له حکومت څخه دا غوښتنه ده چې بېوزله او ناداره خلکو ته یو کار او ژوند جوړ کړي، ځکه ډېرې ستونزې لري.»
یوه بله بېوزله مېرمن تهمینه وايي: «کاش کې ځانمرګي نه وي او خلک ولې دې ناوړه حالت ته ورسېږي.»
د ترکیې د مرستندوی بنسټ مسوولان وایي، انقره له افغانستان سره د مرستې لپاره ډير پروګرامونه لري او تمه لري چې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې له کروندګرو سره مرسته کوي.
په دې اړه مو اندونه