له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه د غوښتنو په دوام، دا ځل په سمنګان ولایت کې یو شمېر دیني عالمان او د دې ولایت اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د نجونو پر وړاندې ښوونځي پرانیزي.
دیني عالمان وایي، د مېرمنو لپاره پر دیني زده کړو سربېره، عصري زده کړې هم مهمې دي.
دیني عالم محمد نعیم وايي: «لکه څرنګه چې نجونې په پوهنتونونو کې زدهکړې کوي، همدا ډول باید نجونې هم ښوونځیو ته لاړې شي او درس ولولي.»
د سمنګان اوسېدونکی سید معراج وايي: «کله چې د یوې ټولنې نیمه برخه نالوستې شي، د هېواد نیمه برخه د بېسوادۍ او تیارو لور ته ځي.»
له شپږم ټولګي پورته یو شمېر زدهکوونکې چې د سمنګانو مرکز ایبک ښار په څنډو کې په یوه ټولګی کې زدهکړې کوي، له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی پر وړاندې ښوونځي پرانیزي.
زده کوونکې حسینا کریمي وايي: «له اسلامي امارت مو دا غوښتنه ده چې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیزي.»
زده کوونکې عزیزه حنیفي وايي: «د علم زدهکړه پر هر مسلمان نر او ښځې فرض ده. له اوسني دولته هیله لرو چې زموږ ښوونځي پرانیزي.»
ورته مهال، د دې ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وایي، د اسلامي امارت د مشرانو پرېکړې ته په تمه دي او زیاتوي چې د هغوی له لارښوونې سره سم به ښوونځي پرانیزي.
د سمنګانو د پوهنې رییس نصرت الله فیضاني وايي: «که د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو اجازه راکړل شي، مو ورته چمتو یوو.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له پرېکړې سره سم تیار دي د نجونو پر وړاندې ښوونځي پرانیزي.
په دې اړه مو اندونه