له زدهکړو د نجونو د بېبرخې کېدو په تړاو د اندېښنو په لړ کې، نړیوال بانک په خپلې نوې نظر پوښتنه کې د هېواد په ښوونیز نظام کې د نجونو پر کموالي اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغه بانک مسوولان وایي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ښوونځيو کې د نجونو حضور ۵۰ سلنه و، خو په روان کال کې ۱۲ سلنې ته راکم شوی دی.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییسه ملینډا گوډ وايي: «دا چې ډيری افغان کورنۍ له لویو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او زده کړو ته لاسرسی په ځانګړې توګه د نجونو لپاره خورا محدود دی، په ژوره توګه اندېښمنوونکې ده.»
د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف اروین وايي: «موږ د دې شاهدان یوو چې د افغانستان په ښوونځیو کې نوملیکنه د اقتصادي ستونزو، د نجونو ښوونځیو تړل کېدو او سنتي او منفي نظریو له کبله کمه شوې ده.»
فاطمه او لیمه چې په کلونو یې د خپلې راتلونکې لپاره هڅې کړې دي، اوس له زده کړو محرومې دي.
زده کوونکې فاطمه وايي: «فکر کوم تېر کلونه ډېر ښه و، اوس چې فکر کوم، هېڅ هیله راته نهده پاتې، خو بیا هم تمه لرم.»
زده کوونکې لېمه وايي: «زموږ ښوونځي باید پرانیستل شي او له هغو هېندارو چې خاورې پرې پرتې دي، بېرته پاکې کړو او ګټه ترې واخلو.»
ښځینه زده کوونکې یوځل بیا له سرپرست حکومته غواړي چې د ښوونځیو دروازې یې پرانېزي.
زده کوونکې سودابه وايي: «موږ وکولای شو چې بېرته خپلو زدهکړو ته ادامه ورکړو اوس زموږ راتلونکی هېڅ مالوم نهدی چې په راتلونکې کې څه کېږي.»
زده کوونکې فرشته زیاتوي: «زموږ غوښتنه د نجونو ښوونځیو پرانیستل دي، ځکه هېڅ مالومه نهده چې د نجونو راتلونکې څه کېږي.»
څه باندې څلور سوو دېرش ورځې کیږي، چې د نجونو د منخنۍ او لېسې دورې ښوونځي تړلي دي او زرګونه زده کوونکې ښوونځي ته له تګه محرومې شوې دی.
تر دې واندې اسلامي امارت ویلي دي، چې د نجونو له زده کړو سره مخالف نه دی او د اسلامي شرایطو د برابرېدو په صورت کې به ښوونځي به پرانېستل شي.
په دې اړه مو اندونه