د کابل ښار په دوه دېش مرکزونو کې په ټيټه بیه د ډبرو سکرو د پلور بهیر پيل شوی دی.
د کابل ښاروالۍ وايي چې په دغو مرکزونو کې د بازار پرتله د ډبرو سکاره پنځوس سلنه په ټیټه بیه پلورل کېږي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي:«له شک پرته موږ په ټولو مرکزونو کې چې دغه سکاره وېشل شوي دي او شتون لري څلور ډوله د ډبرو سکاره شتون لري او خلک د خپلې وړتیا مطابق پېري. که څوک د جغل ډبرو سکرو اړمن وي جغل سکاره اخلي، بادامي وغواړي بادامي، یا ډبرې او یا هم خاوره یې.»
ورته مهال د کابل ښار د یوې ناحیې مسوول وايي چې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو ترلاسه کول به له ناحیې سره په همغږۍ ترسره شي.
د څلورمې ناحیې اداري مدیر عبدالولي اخندزاده وايي:«تراوسه ۲۲۲۱ تنو مراجعه کړې ده هغوی د ډبرو سکرو د بېلابېلو نمونو غوښتنه کړې ده، ځينو یې د لوړپوړیزو ودانیو او ځینو د کورنو لپاره.»ګ
بل خوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د ډبرو د سکرو بیه نوره هم ټيټه او کیفیت ته هم پاملرنه وکړي.
د کابل اوسېدونکی شریف الله وايي:«د ډبرو سکاره ارزانه وي، په ټیټه بیه وي او کیفیت ولري. که بې کیفیته وي کورنۍ له منځه وړي.»
د کابل اوسېدونکی حمید الله:«تراوسه خو موږ د ډبرو سکاره نه دي پېرلي، ځکه چې قیمته دي او وس یې نه لرو بې کاره یوو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بازارونو کې د یو ټن سکرو بیه نږدې شپاړس زره افغانیو ته رسېدلې ده.
په دې اړه مو اندونه