یو شمېر موټر چلونکي وایي، یو ځل بیا په پلازمینه کې د تیلو بیې لوړې شوې دي. د هغوی په وینا، دمګړۍ د یو لېټر تېلو بیه تر شپږو افغانیو لوړه شوې ده.
موټر چلوونکی ذبیحالله وايي: «موږ دومره کولای شو، چې د موټر د تېلو مصارف پوره کړو، خو خپله کور ته یوه مړۍ ډوډۍ وړلی نهشو.»
یو بل موټر چلوونکی ځاځی زیاتوي: «زما غوښتنه له دولت څخه دا ده، چې د زموږ د کار او بار غم دې وخوړل شي ترڅو ارزاني راشي او تیل او غذايي مواد ارزانه شي.»
اوسمهال د پلازمېنې په ښارونو کې یو لیټر پټرول په ۷۵ افغانۍ او یو لیټر ډیزل تېل په ۹۱ افغانۍ پلورل کېږي.
بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین زیاتوي، په نړیوال بازار کې د نفتو بيې لوړې شوې نه دي، خو د سالنګ تونل بندیدو او د تېلو ټانکونو سوځېدل د دې سبب شوي، چې بازارونو کې د نفتو موادو بیې لوړې شوې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «ډېره بده حادثه وه چې تقریباً اته ورځې وشوې.تاسو ته معلومه ده، چې د کابل ټول سون توکي له ۶۰ نه تر ۷۰ فیصده پورې له شمال نه راځي.»
په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند په دې باور دی، چې ډېر ژر به د تېلو بيې راټېټې شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «بعضي قیمونونه د لنډ وخت لپاره لوړ شوي دي، خو خوشبختانه د سالنګ تونل بیاځلې خلاص شوی دی. ان شاءالله موږ ډاډمن یو، چې ډېر ژر به قیمونونه خپل عادي حالت ته راوګرځي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، افغانستان ته د اړتیا وړ لومړني خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځنۍ آسیا هېوادونو، روسيې او ایران څخه واردېږي.
هر کال د ژمي په رارسېدو سره د سون او خوراکي توکو د بيو لوړېدل د کابل ښاریانو جدي اندېښنې راپاروي.
په دې اړه مو اندونه