د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له روسیې سره د تېلو د تړون له مخې، د هېواد په بازارونو کې د تېلو بیې راټيټې شوي او په وینا یې هڅې روانې دي چې د نورو سون او خوراکي توکو بیې هم راښکته شي.
په وروستیو ورځو کې لېدل کې چې د تیلو په ټانکونو کې د تېلو بیه تر پنځو افغانیو راټيټه شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي: «موږ پهدې هڅه کې یوو چې له دې نور هم بیې راټیټې شي اناشاء الله، لکه څرنګه چې تاسو وینئ، په بازارونو کې د ګازو، تېلو او غنمو بیې راټیټې شوې دي.»
یو شمېر موټر چلوونکي سره له دې چې د تېلو د بیې د رالوېدو له امله خوشحاله دي، خو بیا هم له اړوندو مسوولانو غواړي چې دغه بیه نوره هم راټيټه کړي.
په کابل کې یو ټکسي چلوونکی فخرالدین وايي: «د تېرو اوونیو او میاشتو پرتله د خدای په فضل سره د تېلو راټیټه شوې ده. اوس کولای شو کور لګښت پوره کړو.»
یو بل ټکسي چلوونکی شریف وايي: «پر بیو دې کنټرول ولري، ځکه په یوه ټانک کې یوه بیه وي، په بل کې بله بیه وي. یو جدي کنټرول دې وي چې په ټولو کې یو شان بیه وي.»
د یو شمېر تېل پلورونکو په وینا، پهدې ورځو کې د هر لېټر پټرولو بیه له ۷۰ افغانیو ۶۵ افغانیو او د هر لېټر ډېزلو بیه له ۸۰ افغانیو ۷۵ افغانیو ته راټيټه شوې ده.
تېل پلورونکی رام خدا وايي: «اوس هم خوښ یوو، خو که پنځوسو ته راښکته شي، ډېره به ښه وي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت څه موده مخکې له روسیې د تېلو د واردولو په موخه له مسکو سره یو تړون لاسلیک کړ او د دې تړون له مخې به ۲ مېلیونه ټنه تېل هېواد ته راوړل شي.
په دې اړه مو اندونه