د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په کابل کې د نفتي توکو بیې د تېرو میاشتو پرتله، کموالی موندلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په پلازمېنه کې د تېلو او نفتي توکو د بیې د ټيټېدو لامل د خصوصي سکټور لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول ګڼي.
آخند زاده عبدالسلام جواد ټينګار کوي، چې تر دې وروسته سوداګر کولای شي له کومې ستونزې پرته له بېلابېلو هېوادونو تېل وارد کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند طلوعنیوز ته وویل:«د هېواد په بازارونو کې د نفتو د بیې کموالي دلیل دا دی چې خصوصي سکټور ته وارد شوی او کولای شي چې له کوم ستونزې پرته د نفتو واردات ولري.»
بل خوا، ځينې تېل پلورونکي وایي، چې اوسمهال د یو لېټر پټرول بیه له ۶۷ افغانیو نه ۶۱ افغانیو ته او د یو لېټر ډېزل بیه له افغانیو نه ۶۲ افغانیو ته راټيټه شوې ده.
د تېلو پلورونکی عبدالغفور طلوعنیوز ته وايي:«۹۲ تېل یو لېټر په ۶۴ افغانۍ پلورل کېږي او ۸۰ تېل، یو لېټر په ۶۱ افغانیو پلورل کېږي او یو لېټر ډیزل ۶۴ افغانۍ و او اوس په ۶۲ افغانۍ پلورل کېږي.»
بل خوا، یو شمېر موټر چلوونکي د تېلو د بیو پر ټيټېدو خوښ دي، خو د کار له نشتوالي شکایت کوي. دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د تېلو د بیې د ټيېټدو په برخه کې نوره پاملرنه هم وکړي.
موټر چلوونکی منګل وویل:«تېل چې ارزانه وي، کار چې نه وي څه وکړو؟ یو وخت تېل قیمت و، کار وه. اوس تېل ازانه دي، خو کاروبار نشته.»
بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه ټينګار کوي، چې هېواد ته یې د بې کیفیته تېلو د ځينې ټانکرونو د راتلو مخه نیولې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی څرګندوي:«نورم سټنډرډ، ځينې ټانګرونه بېرته رد کړي. اوس وضعیت نورمال دی اوله نېکه مرغه په نړۍ کې هم بیه ټيټه شوې ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، په وروستۍ یوې میاشت کې له روسیې، ترکمنستان، ازبیکستان، او قزاقستان هېوادونو نه دوه نوي زره ټنه ډېزل تېل راوارد شوي دي.
په دې اړه مو اندونه