د کابل اوسېدونکي په ژمني کې د هوا ککړیتا د زیاتوالي له شکایت سره وايي چې د هوا ککړتیا د خلکو په منځ کې تنفسي ناروغۍ زیاتې کړې دي.
د کابل هوا سهار او ماښام ډېره ککړه وي.
د کابل اوسېدونکی احمد بلال وايي:«د شپې کله چې کور ته ځې ستونی دې درد کوي، ټوخېږئ او د انسان لپاره ډېر مضر پرېوزي.»
د کابل بل اوسېدونکي احمد الیاث هم وویل:«ځينې کسان چې اقتصادي وضعیت یې خراب دی له بې کیفیته ډبرو سکارو استفاده کوي، هغوی ته باید تصفیه شوي سکاره ورکړل شي.»
یو شمېر ډاکټران وایي، چې د هوا ککړتیا، تنفسي، قلبي او انتاني ناروغۍ رامنځته کوي.
ډاکټر احمد شکیب ظهیر څرګنده کړه:«همدارنګه د دفاعي سیسټم په کمزورتیا او د سرطانونو په رامنځته کولو او د سږو سرطان په رامنځته کولو کې مهمه ونډه لري.»
د چاپېریال ساتنې ملي اداره غیرمعیاري سونګ توکي لکه ټيټ کیفیت لرونکي د ډبرو سکاره، پلاسټيک او لوګی لرونکي سونګ توکي د هوا د ککړتیا له لاملونو بولي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هوا د ککړتیا د کنټرول څانګې مسوول سید قیوم هاشمي وايي:«د هوا ډېری ککړونکي عناصر د مازدیګر د پنځو بجو د شپې د دولسو بجونو ترمنځ ساعتونو کې ثبت شوي لکه اساید سلفر ګازونه چې د ډبرو سکرو د سوځېدو او ټولو توکو د سوځېدو له امله چې په کورونو کې سوځول کېږي.»
بل خوا، کابل ښاروالۍ ډاډ ورکوي، چې د فلټرونو د نصب بهیر روان دی او له هغو کسانو سره قانوني چلن کېږي، چې په دې تړاو بې پامي وکړي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي:«هغه کورونه چې هېڅ فلتر نه لري د فعالیت اجازه نه لري تر هغې چې فلتر کېنو الحمدالله د فلترونو د لګولو بهیر روان دی.»
یو شمېر کورنۍ د ژمي په موسم کې د بې وزلۍ او برېښنا ته د نه لاسرسي له امله غیرمعیاري او لوګي پیدا کوونکي سونګ توکي کاروي، له څو کلونو راهیسې پلازمېنې کابل او یو شمېر نور ښارونه د هوا د کړکتیا له ستونزې سره مخ دي.
په دې اړه مو اندونه