د هرات ښاروالۍ او له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې په دغه ولایت کې د خلکو او سوداګرو په مالي همکارۍ، د روږدو کسانو درملنې او راټولو بهیر پيل کړی دی.
په هرات کې دغه دولتي بنسټونه وايي چې د هرات ښار له کچې ټول روږدي کسان راټول او درملنه یې کېږي.
تراوسه پر نشه یي توکو سلګونه تنه روږدي راټول شوي او تمه ده د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي.
د هرات امنیه قومندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر حیات الله روحاني وايي:«نن کابو ۲۰۰ تنه راټول کړل شوي او داسې پلان مو جوړ کړی چې د ۲۵۰۰ تنو لپاره مو ځای چمتو کړی دی.»
تمه ده د درملنې په لړ کې، دغو روږدو کسانو ته د فن او حرفې زده کړې هم ورکړل شي.
له درملنې وروسته دغو روږدو ته د کاري زمینو برابرېدل هم د هرات د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پروګرام یوه برخه ده.
د هرات ښاروال راشد مبارز وویل:«د هغوی لپاره د درملنې، تعلیم او تربیې او کار پروګرام نیول شوی چې یو کار زده کړي.»
له راټولېدو وروسته د اعتیاد د درملنې په خصوصي مرکزونو کې د دغو روږدو کسانو درملنه کېږي چې لګښت یې خلک او سوداګر ورکوي.
د هرات د سیمه ییزو مسوولینو په وینا، تمه ده له دې وروسته د دولتي کارکوونکو د میاشتنۍ تنخا یوه سلنه د روږدو کسانو په درملنه ولګول شي.
هرات کې د نشهیي توکو د پرېښودو خصوصي مرکزونو مسوول احمد ضیا مالدار څرګندوي:«په هرات ولایت کې د ګدز وکیلان، سیمه ییزو شوراګانو سره لاسونه ورکړي چې د دوی پیسې له خلکو ټولې کړي.»
پر نشو دغه روږدي کسان چې د سړې هوا او لوږې له امله یې ژوند ستونزمن شوی، د دوی له درملنې خوښ دي.
پر نشه یي توکو روږدی ذبیح الله وايي:«په پنډغالي او هغه ځای کې چې موږ بیايي ښه ځای وي او له هغې وروسته کار یا دنده موږ ته راکړي، ډېره ښه ده.»
د دولتي بنسټونو د شمېرو پر بنسټ، په هرات کې نږدې ۷۰ زره روږدي کسان ژوند کوي. ډېری دغه روږدي کسان سرپناه نه لري او د هوا سړېدو سره یې ژوند خورا ستونزمن کېږي.
په دې اړه مو اندونه