Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت: نږدې سل زره روږدي کسان مو راټول کړي

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې هېواد کې نږدې ۱۰۰ زره روږدي کسان راټول شوي او د درملنې مرکزونو ته معرفي شوي دي.

د دغه معینیت د دفتر رییس زیاتوي، ځينې دغه روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او ځیني يې له درملنې وروسته په مسلکي زده‌کړو بوخت دي.

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت د دفتر رییس، حسیب الله احمدي طلوع نیوز ته وویل:«د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو راهیسې په ټول هېواد کې نږدې ۱۰۰ زره روږدي کسان راټول شوي او د درملنې مرکزونو ته معرفي شوي. موږ پلان لرو، چې د هېواد په لسو زونونو کې د روږدو کسانو د درملنې او ساتنې مرکزونه رامنځته کړو.»

ورته مهال، له نشه‌يي توکو ځینې روغ شوي کسان چې مسلکي زده‌کړې کوي وايي، خوښ دي چې درملنه يې شوې او له اسلامي امارته غواړي چې د هېواد د ټولو روږدو کسانو درملنه دې وکړي. 

د دوی په خبره، په خیاطۍ، نجارۍ، د موبایل جوړولو او نورو بېلابېلو مسلکونو کې يې ښې زده‌کړې کړې دي. 

له نشه‌يي توکو روغ شوی، هجرت الله وايي:«موږ ډېر خوښ یوو چې اوس مهال مو درملنه شوې او د مسلکي زده‌کړو مرکزونو کې په زده‌کړو بوخت یوو.»

له نشه‌يي توکو یو بل روغ شوی، محب‌الله هم په دې اړه څرګندوي:«زما غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې زموږ په شان د هېواد ټول روږدي راټول او درملنه يې وکړي.»

بل خوا ځینې شنوونکي په دې باور دي چې له نشه‌يي توکو څخه د روغو شویو کسانو لپاره باید د کار زمینه برابره شي څو بېرته د نشه‌يي توکو کارولو ته مخه نه‌کړي.

د سیاسي چارو شنوونکي محمد متین محمدخېل په دې هکله وویل:« له نشه‌يي توکو څخه د روغو شویو کسانو لپاره اړتیا ده چې ورته کاري زمینه برابره شي او ترڅنګ يې له نشه‌يي توکو سره مبارزه وشي، څو دوی بیا نشه‌يي توکو ته مخ نه‌کړي.»

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت وایي، په پام کې لري چې په راتلونکي کې د هېواد په لسو زونونو کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره لس مرکزونه جوړ کړي او د هېواد په کچه شاوخوا ۸۰ زره روږدي کسان هم راټول کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه