په کابل کې ځينې هغه روږدو کسانو چې په دې وروستیو کې یې درملنه شوې وه، بېرته د نشهيي توکو کارولو ته مخه کړې ده.
دغه روږدي کسان وايي چې د کار نشتوالی او په هېواد په ځانګړې توګه په پلازمېنه کې په پراخه کچه د نشهيي توکو پېر او پلور له امله بیاځلې نشې ته مخه کړې ده.
۵۲ کلن محمد نعیم د درېیو بچیان پلار دی او له ۳۰ کلونو راهیسې پر هېروینو روږدی شوی او په فینکس مرکز کې تر درملنې وروسته بیاځلې یې د نشهيي توکو کارولو ته مخه کړې ده.
محمد نعیم د طلوعنیوز خبریالې ته وویل:«دا عمل په شلو ورځو کې نه پاکېږي. حتا په شپږو میاشتو کې هم نه پاکېږي. که چېرې سړی وغواړي روغ شي، په یوه کال کې روغ او جوړ کس ترې جوړېږي.»
پر نشهیي توکو بل روږدی علي هم وايي:«له دولته زموږ غوښتنه دا ده، کله چې موږ بیايي، زموږ سمه درملنه دې وکړي. ۲۴ ساعته دې ډاکټر پر موږ وي.»
د کابل د دشت برچې د پل خشک په سیمه کې، ځينې معتادان له درملنې وروسته یوځل بیا تر یوه پله لاندې راټول شوي. دغه کسان وایي، چې که پر کار بوخت شي، کولای شي نشې پرېږدي.
پر نشهیي توکو روږدی علي حیدري وايي:«بې کاره یم، یوې خوا ته د مواد وسوسه ده چې بېرته مې د نشهيي توکو کارولو ته مخه کړې؛ خو په ډېرو ستونزو سره خپل ژوند مخته بیایم.»
بل خوا، د دشتې برچې سیمې یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د معتادانو تر راټولولو او درملنې وروسته، هغوی ته د کاز زمینه هم برابره کړي.
له بلی خوا، د نشه يي توکو سره د مبارزې د معینیت د دفتر رییس وایي، چې د لوژستیک او معتادانو ته د کار د زمینې برابرولو په برخه کې د نړۍوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا ده.
له نشه يي توکو سره د مبارزې د معینیت د دفتر رییس حسیب الله احمد وویل:«ډېره اړتیا ده. اوس موږ په زونونو کې د نشهيي توکو د درملنې مرکزونه لرو. د دغو زونونو د فعالولو لپاره موږ اړتیا لرو په ځانګړې توګه د لوژستیک او په نورو برخو کې په ځانګړې توګه د کار د زمینې په برابرولو کې.»
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم څرګنده کړه:«قاچاق کوونکي او هغه کسان چې مواد پر نورو پلوري، د هغوی د ځپلو لپاره عملیات روان دي. موږ په تېرو درې ورځو کې په کابل ښار کې ۱۳ تنه نیولي چې هغوی پر نورو نشهيي توکي پلورل.»
د کورنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه یې په هېواد کې له ۹۰ تر ۹۳ زرو روږدو کسانو درملنه کړې ده. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د نشهیي توکو د قاچاق او پېراو پلور په تړاو څه باندې شپږ زره تنه نیول شوي دي.
په دې اړه مو اندونه