Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې درملنه شویو روږدو کسانو ته د مسلکي او تخنیکي زده‌کړو د مرکز جوړېدل

په کابل کې د څه باندې ۵۰۰ درملنه شویو روږدو کسانو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړې مرکز پرانیستل شو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په د دغه مرکز په پرانیستغونډه کې وايي چې په دغه مرکز کې به درملنه شوي روږدي کسان د درې میاشتو لپاره د خیاطۍ، برېښنا، د کور د وسایلو ترمیم او په نورو برخو کې به وروزل شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا رییس عبدالواحد فایز په دې هکله وویل:«موږ ۵۳۰ روغ شوي روږدو کسانو ته په دغه مرکز کې د خیاطۍ، تعمیراتي برېښنا، بیک او بوټ جوړونې او د کور وسایلو د ترمیم برخو کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.»

ورته مهال له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې په ۱۱ روغتیايي مرکزونو کې ۲۰ زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.

د دغه معینیت مُلکي مرستیال زیاتوي چې اوس‌مهال په هېواد کې دوه مېلیونه روږدي کسان درملنې ته اړتیا لري او سربېره پر دې ۲۸ مېلیونه نور کسان له دې اړخه زیانمن شوي دي.

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال عبدالرحمن قاسمي څرګنده کړه:«روږدو ته باید تر درملنې او زده کړو وروسته فني او حرفوي زده کړې ورکړل شي او له هغې وروسته د کار زمینه ورته برابره شي څو بیا په نشه‌يي توکو روږدي نه شي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري معین دین محمد حقبین وویل:«له بهرنیو موسسو، بنسټونو او خیریه نهادونو څخه مو غوښتنه ده، چې د افغانانو لاس‌نیوی وکړي او په دې برخه کې جدي غور وکړي.»

بل خوا د کار ځينې زده کوونکي له سرپرست حکومت غواړي، چې تر روزنې وروسته دوی ته په هېواد کې د کار زمینه برابره کړي.

د کار زده کوونکی سهیل په دې هکله د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«اسلامي امارت باید دا هڅه هم وکړي، چې له دې مرکزه کوم روغ شوي روږدي کسان وځي، نو په ټولنه کې باید ورته د کار زمینه برابره کړي.»

د کار بل زده کوونکی محمد ناصر هم زیاتوي:«د تعمیراتي برېښنا حرفه بهترینه برخه ده، نو ځکه په همدې برخه کې زه خپلې فني او حرفوي زده‌کړې کوم، ترڅو یو څه زده‌کړم او بیا په نشه‌يي توکو روږدی نه شم.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په ټول هېواد کې ۵۲ فني او حرفوي روزنیز مرکزونه شتون لري، چې په دغو مرکزونو کې ښځې هم هم شاملې دي.

د دغه وزارت په خبره، په دغو مرکزونو کې هر کال د ښځو په ګډون ۲۰ زره کسانو ته مسلکي او حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه