یو شمېر کابل ښاریان په بازارونو کې د ګازو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.
د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، په تېرو دوو اوونيو کې د يوه کيلو ګازو بيه له ٦٥ افغانيو څخه ٧٥ افغانيو ته لوړه شوې ده.
د کابل اوسېدونکی سهیل وايي: «د خلکو ستونزې ډېرې دي، خلک دومره پیسې نهلري چې ګاز پرې واخلي، زموږ غوښتنه دا ده چې ګاز ارزانه شي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی نورزاده وايي: «له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې ارزاني راوړي. اوس کراچۍ چلوم، په لاس کې مې څه نهشته. غواړم ارازني شي او ټول خلک د بېکارۍ له ستونزو سره مخ دي.»
یو پلورونکی عزیز احمد وايي: «نږدې دوه اوونۍ وړاندې مو ګاز په ۶۲ افغانۍ اخیستل او په ۶۵ مو پلورل او اوس یې ۷۲ یا ۸۳ افغانۍ اخلو او ۷۵ یې پلورو.»
د فاریاب د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، د ګازو یو شمېر واردوونکي شرکتونه د نورم او سټندرډ ملي ادارې له لوري د ګازو له واردولو منع شوي دي.
د فاریاب د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالمجید نیازی زیاتوي: «حکومت د ترکمنستان له یوې کارخونې د ګازو پېرل منع کړي، دې فابریکې د نورم په برخه کې ملاحضه درلودله.»
له ډېرو هڅو سره-سره مو پهدې اړه د سوداګرۍ او صنعت وزارت او همداراز د نورم او سټندرډ ملي ادارې نظر تر لاسه نهشوای کړای. افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېری ګاز له روسیې، قزاقستان، ترکمنستان او ایرانه راواردوي.
په دې اړه مو اندونه