د کورنیو چارو وزارت سرپرست په خوست ولایت کې یو لړ مراسمو کې د هېواد پر روان وضعیت نیوکه کوي او وايي چې دغه وضعیت د زغملو وړ نه دی.
ښاغلی حقاني زیاتوي:«نن ځانونه دومره حقداره بولوو، چې خپله رایه او خپل فکر دومره راباندې حاکم شوی دی د ټول نظام چلنج کول، هدف کول، بدنام کول، منحصر کول، دا مو په مزاج کې بس یو ابتکار، یوه رایه او یو اساس جوړ شوی دی. االله ج دې زموږ نیتونه او اعمال اصلاح کړي دا حالات د برداشت نه دي.»
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په خوست ولایت کې د قرآن شریف د حافظانو د دستار تړلو په مراسمو کې همدارنګه څرنګده کړه چې سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې سره د مشروع تعامل غوښتونکی دی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل:«اوس موږ غواړو چې له دنیا سره یو مشروع تعامل وکوو، په مشروع طریقه یوه لاره وسره جوړه کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د اسلامي امارت رهبر مولوي هبت الله آخندزاده د اسلامي اصولو په چوکاټ کې له نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت پر تعامل ټینګار کړی دی.
خو نړۍوالې ټولنې هر ځلي د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نجونو د زده کړو په ګډون، د پراخ ګډونه حکومت جوړېدل او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدل مهم ګڼلي دي.
په دې اړه مو اندونه