Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حقاني: د شرعي حدودو جاري کول شرعي امر دی او باید پلی شي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خوست کې د یوې مدرسې فراغت مراسمو کې ویلي، په هیواد کې د شرعي حدودو د پلي کېدو اړوند پر عامه پوهاوي ټینګار کړی.

سراج‌الدین حقاني ویلي چې تعزيري سزاګانو ورکول د اسلامي امارت چاره نه بلکې د شريعت امر دی چې باید پرځای شي.

نوموړي له ديني عالمانو او لوستو کسانو وغوښتل چې په دې اړه د کرکې مخه ونیسي او عامه پوهاوی وکړي.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني و ویل: « زموږ مبلغين وروڼو او ديني عالمان بايد دين او د دين اصول تر خلکو ورسوي اوس نفرت د د تعزيري سزا د ورکولو پر مهال ډیریږي دوی دا فکر کوي چې دا د اسلامي امارت کړنه ده خو نه داسې نده او داسې پوهول يې په کار دي چې دا د الاهي کړنه ده.»

په دې غونډه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست بيا ځینې کړۍ د اسلامی امارت پر وړاندې پر منفي تبلیغاتو تورنوي.

خلیل الرحمن حقاني زیاتوي چې د اسلامي امارت حکومت ټولګډونه او مسلکي دی.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني زیاته کړه: « اول اسلامي نظام راوستل او بيا ټول شرعي احکام پر ملت تطبيق کول چې په ټوله نړۍ کې يې مثال نشه خو بيا هم ځينې منفي تبليغات او فکر کوي چې اسلامي امارت مسلکي او افغان شموله نه دی او دوی د افغانستان په کلتور او عنعناتو نه دي خبر، هغوی چې داسې فکر هغه خپله غير مسلکي دي چې په ديني عالمانو او اسلامي امارت ته په بد نظر ګوري.»

په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست پر خلکو غږ وکړ چې اسلامي امارت دې د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره نه پرتله کوي او حکومت ته دې ډېر وخت ورکړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه