Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رسمیت پېژندنې په اړه د سراج‌الدین حقاني څرګندونې

د کورنیو چارو وزارت سرپرست پکتیا ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته ویلي، که نړۍ اسلامي امارت په رسمیت و نه پیژني، سرپرست حکومت یې هم پروا نه لري.

سراج الدین حقاني ویلي، د نړۍ د هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا له تعامل او همکارۍ پرته هم کولای شي پر خپلو کورنیو سرچینو د افغانانو ستونزو ته رسېدنه و شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني و ویل: « ولې موږ خپل افغاني او ایماني غیرت خرابوو او بل ته احتیاجیږو، دا خپله سرمایه چې لرو همدا به په کار واچوو، که په رسمیت مو پېژني ښه ده او که نه مو پېژني، موږ امن او ورورګلوي حاصل  کړي همدا له رسمیت څخه غوره دي.»

سراج ا لدین حقاني د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړې، په تېرو څو کلونو کې بهرني ځواکونه د اسلامي امارت له سخت مقاومت او تدبیر سره مخ شول، ځکه یې افغانستان پرېښود.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني زیاته کړه: « نړۍوالو چې په سر کې یې امریکایان وو په افغانستان یې یرغل وکړ، زموږ هېواد یې مستعمره کړ، دې موږ ته ګټه هم ورسوله. نن یې شمال او جنوب، جنوب غرب و ختیځ یې ټول سره یو کړل.»

اخوا، د پکتیا یو شمیر قومي مشرانو او مخورو د امنیت له تامین او د امنیتي ځواکونو له لوري له خلکو سره د ښه چلن هرکلی کړی دی.

د پکتیا قومي مشر محمد شریف و ویل: « هغه نه غوښتل چې په پکتیا کې د قومونو ترمنځ ستونزه رامنځته شي نو ټولو ته یې هدایت وکړ چې له طالبانو سره بیعت وکړی.»

د پکتیا بل قومي مشر حاجي محمد و ویل: « زه د پولسو له چلن څخه مننه کوم، پولیسو ډېر تغییر کړی دی او زه یې مننه کوم.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست دا خبرې داسې مهال کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره په نږدې راتلونکي کې پلان نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه