د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال په هرات کې د هېواد په کچه لوستو ځوانانو ته په انلاین فضا کې د ازاده کار د پروګرام د پیلولو خبر ورکوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسوولینو په وینا، د کار موندنې دغه پروګرام له هراته پیلیږي او د حکومت په ملاتړ به ټول هېواد ته وغځول شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد یونس راشد وايي: «په افغانستان په تېره هرات کې باید د فریلانسېنګ زدهکړو لپاره ښوونیز مراکز او ورکشاپونه جوړ شي.»
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم الحق حقاني زیاتوي: «دغه مرکز به د عصري امکاناتو په درلودلو سره په لرغوني هرات کې ډېر د ځوانانو لپاره جوړ شي.»
اسماعیل معظمي د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس له پوهنځي څخه فارغ دی.
دی په انلاین فضا کې د ازاده کار د پروګرام پیل، په هیواد کې لوستو ځوانانو ته د کاري زمینو او عایداتو د تر لاسه کولو لپاره خورا مهم ګام بولي.
د هرات پوهتون له کمپیوټر ساینس پوهنځي فارغ اسماعیل معظمي زیاتوي: «دا فرصت به ډېر ښه وي، هو، ولې نه، مینهوال یې یوو. باید پهدې فضاء کې له نورو سره هم مرسته وکړو او هغوی هم وکولای شي، پهدې برخه کې وده وکړي او هم یوه ښه عاید ورته جوړ شي.»
د هرات پوهتون له کمپیوټر ساینس پوهنځي فارغه فاطمه رضایي زیاتوي: «له حمکومته زموږ غوښتنه دا ده چې سړیو ته یې کوم فرصت برابر کړی، ښځو ته هم دغه ډول فرصت برابر کړي. هغوی هم زدهکړي او په رښتیا سره کافي مهارت لري.»
د ازاده کار پروګرام له لاري، ځوانان د خپل تخصص او شغل پر بنسټ، په انلاین توګه له افغانستان او له هېواده بهر کار پیدا کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین ډاډ ورکوي چې په انلاین فضا کې کې د ازاده کار په پروګرام کې د هر ډول درغلیو او چل ورکولو مخنیوی کیږي او ځوانان به په پوره ډاډ سره کار وکړي.
په دې اړه مو اندونه