یو شمېر ښځې د دوی پر کار پر لګول شویو محدودیتونو نیوکه کوي او وايي، د ښځو پر کار د محدودیتونو له لګولو وروسته یې اقتصادي ستونزې لا ډېرې شوې دي.
فرضیه چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون پخوانۍ کارکوونکې ده، وايي، د خپلې کورنۍ یوازنۍ ګټیالۍ وه او په وینا یې له کاره د ښځو په منع کېدو سره اوس له ګڼو اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ ده.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون پخوانۍ کارکوونکې فرضیه وايي: «ښځو چې له کلونو راهیسي درس ویلی او تجربه یې تر لاسه کړې، دوی ته دې کاري ځواک په توګ په ادارو کې ونډه ورکړل شي.»
پخوانۍ کارکوونکې لیدا حسیني زیاتوي: «یوه ښځه چې د وخت په تېرېدو سره له دندې لري شي او دنده و نهکړي، ټولې تجربې او وړتیاوې یې له منځه ځي.»
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د هېواد او د کورنیو د اقتصاد د غوړېدا لپاره اړتیا ده چې ښځې هم د نارینه و تر څنګ کار وکړي.
مدثر، باشنده کابل، میگوید: «خواست ما از امارت اسلامی این است که به بانوان اجازه بدهند که دوش به دوش با برادرهای خود کار کنند که باعث رشد اقتصاد کشور ما شوند.»
د کابل اوسېدونکی مدثر وايي: «له اسلامي امارته زموږ غوښتنه ده چې ښځو ته د کار اجازه ورکړي، څو له خپلو ورونو سره اوږه په اوږه کار وکړي، ځکه دا زموږ د هېواد د اقتصادي ودې سبب کېږي.»
بل لور ته د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، په یو شمېر دولتي ادارو کې چې اړتیا ده ځینې ښځې په کار ګمارل شوې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاتوي: «تاسو په جریان کې یاست، په وزارت داخله کې، په مالیې وزارت کې همدارنګه په صحت وزارت کې د تعلیم تربیې یا معارف وزارت، په ټولو هغو برخو کې چې د خویندو کار کولو ته اړتیا ده، هلته دوی خپل کار کوي.»
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر ویلي، له زدهکړو او کاره د نجونو او ښځو په منع کېدو سره به بېوزلو افغانانو ته د مرستو رسونې بهیر ټکنی شي.
په دې اړه مو اندونه