د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان او عراق کې د امریکا، بریټانیا او ناټو له جنګي جنایتونو سترګې پټې کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په وینا، په افغانستان او عراق کې د ناټو د حضور پر مهال سلګونه زره ملکیان وژل شوي، خو له لویدیځ څخه د ملاتړ له امله دا جنایتونه نهدي څېړل شوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخورا وايي: «د لاهې نړۍواله محکمه او د دې محکمې وکیلان او قاضیان په مطیعانه ډول هغه لاره تعقیبوي چې د لوېدیځو ملاتړو له لوري یې ورته ټاکل شوې ده. دغه بنسټ به هېڅکله د هغو جنایتونو په تړاو چې په افغانستان او عراق کې د یو شمېر هېوادونه له لوري تر سره شوي او سلګونه زره ملکیان یې وژلي، څېړنه و نه کړي. دغه راز به هېڅوک په افغانستان کې وژل شوي کسان و نه شمېري. هر څوک پوهېږي چې هلته ناټو ده.»
بلخوا اسلامي امارت هم وایي، ناټو او نورو هېوادونو په افغانستان کې د حضور پر مهال زرګونه تنه وژلي دي او د جرمونو نړیواله محکمه یې باید عاملان مجازات کړی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې چې هلته د رسنیو لاسرسی نه و، زرګونه کسان په ډېر ظلم او وحشت سره ووژل شول، خو تر اوسه موږ ډاډه نه یوو چې په نړۍ کې دې کومه محکمه وي او دا مسایل دې وڅېړي.»
د حقوقي چارو شنونکی فاروق علیمي زیاتوي: «داسې کورنۍ شته چې ټول غړي یې وژل شوي یا د بدن غړي یې پرې شوي او یا یې کورونه نړېدلي.»
پهدې لړ کې د نظامي چارو شنونکي په دې باور دي چې د مجرومو هېوادونو محاکمه به په هېود کې د ټیکاو لامل شي.
د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: «د افغانستان په تېرو جګړو کې د کورنیو او بهرنیو مجرمانو محاکمه کول یوه مهمه مساله ده، که دا مساله عملي شي، په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګېږي.»
د پوځي چارو یو بل شنونکی محمد متین محمدخېل زیاتوي: «ډېری تلفات عامو خلکو ته رسېدلي، ځکه په جګړه کې تر ډېره بریده بېدفاع خلکو ته زیان رسېږي.»
په وروستیو نږدې دوو لسیزو کې په افغانستان کې د ناټو د پنځوسو غړو هېوادونو دي،۱۴۰ زره سرتېرو حضور درلود.
په دې اړه مو اندونه