Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ذبیح‌الله مجاهد: مسکو د افغانستان په ټیکاو کې ځانګړی رول لري

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې مسکو د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان په ټيکاو کې ځانګړی رول لري.
  
ښاغلي مجاهد دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دویمې ادارې د ريیس د وینا په غبرګون کې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، هڅې روانې دي؛ څو له روسیې سره په بېلابېلو او په ځانګړې توګه د ډيپلوماټيکو او سوداګریزو اړیکو په برخو کې اړیکې لاپسې غښتلې شي.

ذبیح‌الله مجاهد وايي:«غواړو چې له هغوی سره په دوو برخو کې ښې اړیکې ټینګې کړو؛ یوه زموږ ډپيلوماټیکه برخه ډېره پیاوړې شوې او خپلې هغې کچې ته رسېدلې ده. دویم دا چې په سوداګریزه او اقتصادي برخو کې ښې همکارۍ ولرو.»

تر دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو له پراخولو خبر ورکړی و.

د روسیې ټاس خبري اژانس ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دویمې ادارې رييس د افغانستان سرپرست حکومت د مذاکرې په برخه کې دوامداره شریک بللی او همداراز یې ویلي، مسکو د خپلو ګټو په موخه له اسلامي امارت سره د اړیکو د جوړولو په حال کې دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دویمې ادارې رييس تیموفي بویکوف ویلي:«روسیه له کابل او د افغانستان له لنډ مهالي دولت سره د اړیکو د پراخولو په حال کې ده. موږ باور لرو چې، طالبان د هوکړې وس لري. موږ همداراز معتقد یوو چې، هغوی په هېواد کې د وضعیت بشپړ کنټرول په لاس کې لري. موږ د خپلو ګټو په موخه له هغوی سره د برابرو اړیکو د جوړولو په حال کې یو.»

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الرحمان شمال په دې هکله وايي:«د روسیې هېواد د یوه ګاونډي او د نړۍ د زبر ځواک هېواد په توګه د دې په هڅه کې ده، چې د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو د ترلاسه کولو لپاره وکړای شي په افغانستان بلکې په سیمه کې خپلې اړیکې او تعاملات د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپلې اړیکې پراخې کړي.»

د چارو ځینې شنوونکي هم د کابل او مسکو تر منځ د اړیکو ښه‌والی د دواړو لورو په ګټه ګڼي.

د نړۍوالو اړیکو کارپوه سمیع‌الله پویا هم حرګنده کړه:«شته حاکمیت باید ستره استفاده وکړي څو شرایط رامنځته کړي، هرڅومره چې اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې اړیکې رامنځته شي، د افغانستان په ګټه دي او د واکمنۍ په ګټه دي.»

د ویلو ده چې، تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي هم کابل ته د خپل سفر او د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنو کې د دوو اړخیزو اړیکو، د سوداګرۍ ودې او سیمه‌ییزو او نړۍوالو میکانیزمونو کې د اسلامي امارت د حضور په اړه خبرې کړې وې.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه