که څه هم ټاکل شوې وه په دې غونډه کې د دغې پروژې د پيل وخت او د هغې پلي کوونکی شرکت وټاکل شي؛ خو د ترکمنستان او د پروژې د پلي کوونکو شرکتونو تر منځ د اختلاف له امله، د دغې پروژې ستونزه څرګنده نهشوه.
د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د لېږد پروژې ۱۹ غونډه په اسلام آباد کې د چهارشنبې د سهار څخه پیل شوه؛ خو د څلورو هېوادونو د نفت او ګاز وزیران او د ترسره کوونکو شرکتونو استازي د ورځې تر پایه د پروژې د پيل د وخت او د پروژې د ترسره کوونکو شرکتونو په اړه پرېکنده پایلې ته ونهرسېدل.
که څه هم د دغې پروژې پلي کېدل د فرانسوي، چینې او روسي شرکتونو څخه جوړې کنسرسیومۍ لهخوا د فرانسې د توتال شرکت په مشرۍ منل شوې ده، خو ترکمنستان غواړي دغه پروژه د دولت آباد د ګازي حوزې څخه د افغانستان تر پولې په خپله پلې کړي په داسې حال کې چې نړیوال کنسرسیوم وايي د دغه کار سره دغه کنسرسیوم زیان ویني او که چېرې دغه څلور هېوادونه د نړیوال کنسرسیوم لهلوري د دغې پروژې د پلي کېدو غوښتونکي دي باید اجازه ورکړي چې د دغې پروژې ټول پړاوونه د دغه کنسرسیوم لهلوري پلي شي.
خو پاکستان د یوه نړیوال کنسرسیوم لهلوري د دغې پروژې د پلي کېدو غوښتونکی دی؛ ځکه چې دغه هېواد هم د سیاسي اړخه او هم د فني اړخه په دغې پروژې کې د افغانستان او هند په څېر شاملو هېوادونو سره ستونزې لري.
د پاکستان د کانونو او نفت وزیر شاهد خاقان عباسي څرګنده کړه: " د ګاز د پایپلاین د غځولو لپاره د یوه کنسرسیوم ټاکل اړین دی؛ ځکه چې دغه څلور هېوادونه خپلې ځانګړې سیاسي، تخنیکي او امنیتي ستونزې لري او یو خپلواک شرکت نهشي کولای دغه کار ترسره کړي؛ ځکه چې دغه پروژه ډېره لویه ده چې کابو ۱۰ میلیارده ډالره په هغې پانګونه کېږي، باید یو کنسرسیوم جوړ شي چې موږ د هغې په لټه کې یو".
افغانستان چې د دغې پروژې د پلي کېدو سره به ډېره زیاته ګټه ترلاسه کړي؛ د هغې د چټکې پلي کونې غوښتونکی دی، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر وايي چې هڅه کوي ترڅو خبرې اترې پایله ورکړي او د دغې پروژې د پلي کولو کار ډېر ژر پيل شي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر داوود شاه صبا څرګنده کړه: " افغانستان په داسې وضعیت کې دی چې د دغې پروژې د دواړو اجرايي پړاوونو سره مرسته کوي او د ګاز د پېرونکو هېوادونو یعنې پاکستان او هند سره د دغې پروژې په پلي کونې کې همکارۍ ته چمتو دی، افغانستان دې ته اندېښمن دی چې دغه پروژه په خپل ټاکلي وخت کې پلي نهشي او افغانستان هره ورځ د یوې نوې ستونزې سره مخ شي".
بلخوا ترکمنستان وايي که چېرې نړیوال کنسرسیوم په ترکمنستان کې د دغې پروژې د پلي کېدو غوښتونکی دی باید د دغه هېواد ۲۰ شرطه ومني.
د هېواد د کانونو وزیر په وینا د دغې غونډې د بې پایلۍ په اوږدو کې، د ټاپي ۲۰ غونډه به د روان زېږدیز کال د مې په ۱۴ نېټه په کابل کې پیل شي.
د (ټاپي) تر نامه لاندې د ګاز پایپلاین به په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد له ظرفیت سره او د کابو ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدو سره د ترکمنستان د دولت آباد څخه پيل او د پاکستان فاضلیکای سرحدي سیمې ته د قندهار او چمن ولایت څخه په تېرېدو سره او وروسته له هغې به هند ته ورسېږي.
ټاکل شوې په دې پروژې کابو ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه وشي او افغانستان به د دغې پروژې څخه د ارزانه ګاز د رانیولو سربېره په ۳۰ کلونو کې د ۳ تریلیونه متر مکعب ګاز سره سره د ګاز د ټرانزیت څخه کابو ۴۰۰ میلیونه ډالره هم عاید ولري.
په دې اړه مو اندونه