Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنرال غوري د سورلۍ چورلکې د نسکورېدو تازه انځورونه

طلوع نیوز داسې تصویرونه ترلاسه کړي چې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان، جنرال محی الدین غوري د چورلکې د غورځیدو حالت ښيي.

په دغو تصویرونو کې لیدل کیږي چې د چورلکې ورستی پتنګ د کیناستو پر مهال له کاره لوېږي او د چورلکې د لوېدو لامل کېږي.

دا انځورونه ښیې چې له نسکورېدو ۲۰ ثانیې مخکې چورلکه په عادي توګه الوتنه کوي؛ او ځمکې ته په ۲۰ ميټري واټن کې ستونزه ورته پيدا کېږي.

په دغه چورلکه کې د پيلوټ په ګډون د الوتکې پنځه کارکونکې او د ۲۰۷ ظفرقول اردو د قوماندان په ګډون شپږ تنه نور سپاره و او د بادغیس له مرکز قلعه نو څخه بالامرغاب ته پر لاره وه.

جنرال غوري د کندز ښار له پرځېدو وروسته د پامیر د شلمې فرقې د قوماندان په توګه غوره شو او د روان کال د غبرګولي په میاشت کې د۲۰۷ ظفرقول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی و.

شریک یي کړئ