د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، صلاحالدین رباني نن شنبې(د سلواغې۱۹مه) په مسکو کې وویل چې روسیه به رسمآ د افغانستان په اړه په روسیه کې ناستې ته بلنه ورکړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په دې ناسته کې به د افغانستان ترڅنګ هند او ایران هم ګډون ولري.
د افغانستان په اړه د ناستې لومړۍ پړاو د افغانستان له ګډون پرته د روسیې، پاکستان او چین استازو ترمنځ ترسره شوی وه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سولې په اړه د سیمې هېوادونو پر ونډې په ټینګار سره وايي چې له طالبانو سره باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړې له مخې خبرې وشي.
ښاغلي لاوروف زیاته کړه:"روسیه او افغانستان پخواني او نېږدې همکاران دي او د اقتصاد، بشري او امنیتي مرستو لېواله دي. موږ په سیمه او افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له هڅو ملاتړ کوو."
په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، صلاحالدین رباني څرګندوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالیو پایته رسولو لپاره باید د ترهګرو ملاتړ هېوادونه نور د ترهګرو ملاتړ ونکړي او هغوی ته پناه ورنکړي.
ده وړاندې وویل:"دا سفر ارزښتناکه دی، موږ د ډېرو ښو اړیکو غوښتونکو یوو، ډېرو موضوعات د بحث لپاره شته چې له ډلې یې له ترهګرۍ سره مبارزه ده."
د افغانستان استازي په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې نېږدې نه وې.